په پېښور کې ښځې خپلې رایې کاروي. Women are voting in #Peshawar, northwest #Pakistan to elect representatives.… https://t.co/vVPfz1CF5U
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله عبدالحی کاکړ
په پاکستان کې د بولو بهي په نوم د یوه ناحکومتي سازمان مشر اسامه خلجی وايي، داسې معلومات یې تر لاسه کړې دي چې پر ټولنیزو رسنیو ځېنې کسان د ځېنو امېدوارانو په اړه ناسم خبرونه خپروي.
بولو بهي په پاکستان کې د ټولنیزو او انټرنېټي چارو په اړه اګهي خپروي او وکالت کوي.
خلجی وايي، په پاکستان کې انتخاباتي کمېشن پر رسنیو پر کیمپېن بندیز لګولی دی خو پر ټولنیزو شبکو یا نېټورکونو یې د انتخاباتي کیمپېن درولو لپاره اقدامات نه دي کړي.
په پاکستان کې انتخاباتي کیمپېن رسماً د جولای د ۲۴مې له پیل راهیسې درېدلی دی.
د مشال راډیو ژوندی بلاګ - د پاکستان انتخاباتو په اړه شېبه په شېبه معلومات Liveblog of Mashaal Radio on… https://t.co/52gi5gwNnu
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸