په خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو سازمان (عورت فاونډېشن) مشره صایمه منیر وايي، د صوابۍ او پېښور په ځېنو سیمو کې ښځې ل… https://t.co/IuMwGBfR8Y
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
د پېښور او صوابۍ په ځېنو سیمو کې ښځې ووټ اچولو ته نه پرېښودل کېږي @haikakar #PakistanElections2018 https://t.co/WOAeQ21L7S
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله عبدالحی کاکړ
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو سازمان (عورت فاونډېشن) مشره صایمه منیر وايي، د صوابۍ او پېښور په ځېنو سیمو کې ښځې له ووټ کارولو ګرځول شوې دي.
نوموړې مشال راډیو ته وویل، دا خبر ورته د سازمان غړو او کارکوونکو ورکړی دی.
دې زیاته کړه چې په جرګو کې پرېکړه وشوه چې ښځې به ووټ نه کاروي.
د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال ترمیمي انتخاباتي قانون وايي چې په هره حلقه کې باید لږ تر لږه ۱۰ فیصده ووټونه د ښځو وي او که د ښځو ووټونه له دې څخه کم وي نو هغه انتخابات به باطل وي.
انتخاباتي کمېشن ویلي چې په هره سیمه کې د ښځو ووټونه باوري کوي.
په سوات کې هم خلک د ووټ ورکولو لپاره مرکزونو ته تللي. ویډیو وګورئ. #PakistanElections2018 https://t.co/wWb6lD1h56
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸