د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست.
د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره بېلا بېلې ادارې او ټولنې کار کوي. د پېښور پښتو اکاډمۍ په دې برخه کې د پام وړ کارونه تر سره کړي دي. که څه هم د دې اکاډمۍ بنيادي مقصد څېړنه او خپرونه ده خو له تېرو څو کلونو راهيسې يې د اېم فل او پي اېچ ډي پروګرامونه هم پېل کړي دي.
دا چې له ۱۹۵۵م کال څخه تر دې دمه دې اکاډمۍ د پښتو ژبې، څېړنې، فولکلور، ژباړو او نورو څانګو کې څه کارونه تر سره کړي دي؟ د مشال مرکه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.
د مرکې مېلمه د پښتو اکاډمۍ پېښور مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير دی.