د پاکستان له پارلیمان نه د قبایلي سیمو د اصلاحاتو د قانوني مسودې تر منظورۍ وروسته اوس دا پوښتنه را پورته شوې ده چې کله دا اصلاحات عملي شي نو ایا د سیمې پرمختیايي ستونزې ، بیروزګاري ، او د تعلیم او روغتیا له څانګو سره تړلې ستونزې به ورسره هوارې شي که نه؟
د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی سنېټر افراسیاب خټک وايي چې د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا د انضمام نه وروستو به د قامي مالیاتي کمیشن ۳ فیصده مالي پنګې د قبایلي سیمو په پرمختیايي چارو خرڅ کیږي او صوبې ته به اجازه نه وي چې دغه پنګې بل ځاي خرڅ کړل شي.
نوموړی زیاتوي، “ وزیراعظم نوازشریف چې کومه کمیټۍ جوړه کړې وه هغې پریکړه کړې وه چې د قامي مالیاتي کمیشن ۳ فیصده به قبایلي سیمو ته ورکول کیږي ، دا څه ۱۲۰ اربه روپۍ جوړیږي او دا به د دوي د خپل بجټ نه علاوه وي خو صوبه به دا لوظ کوي چې دا مالي پنګې به په قبایلي سیمو کې خرڅ کوي ځکه چې دا هم د فاټا لپاره راغلي دي.”
د قبایلي سیمې مومند سره اړه لرونکی او د پاکستان پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند بیا وايي چې د اصلاحاتو د عملي کیدو په پروسه کې به د بیکوره شویو خلکو د بیا ابادۍ او سیمې د پرمختیا کارونه پر شا لاړ شي او ټوله توجه به د حکومتي ادارو په جوړښت ورکول کیږي.
رستم شاه مومند وویل، “په قبایلي سیمو کې زمکه لږه ده ، د بیکوره شویو خلکو د ستنیدو ، د بیا تعمیر او د هغوي د بیا ابادۍ معامله به شاته لاړه شي او ټوله توجه به دې ته ورکولې شي چې د سرکاري چارواکیو لپاره دفترونه او کورونه جوړ کړل شي ، د بجلۍ لپاره ، د څکلو د پاکو اوبو لپاره ، تعلیم لپاره ، د سړکونو لپاره او د معدنیاتو راویستو لپاره پنګې لږې وي.”
بل خوا د قانوني چارو پوه کریم محسود دا دریځ لري چې په قبایلي سیمو کې تر ټولو لویه ستونځه د کرپشن او مالي وسیلو د بې ځایه استعمال ده.
نوموړی وايي قبایلي سیمو ته بې له ریښتیني سیاسي واک ورکولو دغلته د پرمختیا چارې پر مخ نه شي تللې.
کریم محسود، “ دا کومې مالي پنګې چې دلته راشي ، نو ټوله انتظامیه به د خیبر پښتونخوا د لاندی وي نو له قصده به په قبایلي سیمو کې به داسې شخړې جوړې کړي چې قامونه به مشت وګریوان شي او د پرمختیا چارې به روستو پاتې شي. لکه کله چې دلته د فاټا سیکرټیریټ نه وړاندې دلته کوم هوم او ټرایبل افییرز ډیپارټمنټ وو نو هلته به هم داسې کیدل چې د قبایلي سیمو پنګې به بل ځاي خرڅ کیدلې.”
د یادونې وړ ده چېپه قبایلي سیمو کې ۶۰ فیصده خلک د غربت د کرښې نه لاندې ژوند تیروي ، د جګړې او بیقرارۍ له کبله د تعلیم او روغتیا انفراسټرکچر تباه شوی دی او په سیمه کې د صنعتي او اقتصادي هلو ځلو د نیشتوالي له کبله لوې شمیر ځوانان بیروزګاره دي.