د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو ایجنسۍ کې د فاټا انظمام پرضد احتجاج شوی دی


د پاکستان د قبایلي سیمو نقشه
د پاکستان د قبایلي سیمو نقشه

د مومندو ایجنسۍ په یکه غونډ کې د جمعې په سهار یو شمېر ملکانو د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو په اړه د قانوني مسودې د منظورۍ پرضد لاریون کړی دی.

دوي تر لاریون او احتجاج وروسته په دې اړه خبري غونډې ته هم ویناوې کړې دي.

ملک مثال خان وویل چې باید په دغه اړه لومړی له قبایلي ولس څخه پوښتنه شوې وای.

د سیمې نه د مشال ریډیو د خبریال د راپور تر مخه ـ د دې احتجاج لپاره د یکه غونډ د ترکزو قبیلې شل ملکانان راټول شوي وو.

دوي ویل چې که غوښتنې يي نه منل کیږي نو له دې وروستو به د مهمندو د نور مشرانو سره هم خبره کوي او د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG