د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران پرېښودل


علي وزير
علي وزير

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی علي وزير، بلال مندوخېل، مزمل خان او ورسره د عوامي ورکر ګوند مشران عصمت شاهجهان او فانوس ګجر له هغو کسانو وو چې د شپې ناوخته د پنجاب پوليسو په لاهور کې ونيول.

خو پر ټولنيزو مطبوعاتو تر سخت غبرګون او د دې تحريک د مشر منظور پښتين له خوا د پراخو مظاهرو تر ګواښ وروسته بيګا پرېښودل شول. علي وزير تر خوشي کېدو وروسته پر فېسبوک خپر کړې ويډيو کې وويل چې د پنجاب پوليسو ترهګرۍ ضد څانګې اهلکاران په هوټل کې د دوی کوټو ته ورننوتل او پر دوی يې تمانچې کېښودې. خو د هغه په وېنا دوی په ارامه د پوليسو پوښتنې ځواب کړي.

سوله ييزې مظاهرې زموږ حق دی. هيڅوک مو نه شي منع کولی - منظور پښتين
سوله ييزې مظاهرې زموږ حق دی. هيڅوک مو نه شي منع کولی - منظور پښتين

نوموړي زياته کړه: ((موږ ورته ووېل چې پنجاب ته د دې لپاره راغلي يو چې د لاهور جلسې له لارې د پښتنو سره د شوي زياتي داستان واوروو. موږ ورته ووېل چې غواړو خپل فرياد د لاهور خلکو ته ورسوو. دوی ډېر تحقيقات وکړل او پر موږ يې ډېر فشار واچاوه چې په لاهور کې جلسه مه کوئ. خو موږ ويل چې تاسي خپله قانوني کاروايي پوره کړئ. موږ له جلسې نه په شا کېږو.))

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د لاهور په موچي ګېټ کې په څلورو بجو جلسه کوي. د اپرېل په يوېشتمه د دې غورځنګ له خوا د لاهور ډپټي کمشنر هغه نوټيفيکیشن مطبوعاتو ته ورکړل شو چې پکې ادعا شوې ده د امنيتي ملحوضاتو له وجې د دې جلسې اجازت نه شي ورکولی.

عصمت شاهجهان
عصمت شاهجهان

​په همدې حال کې پرون د دې تحريک مشر، منظور پښتين پر خپله فېسبوک پاڼه ويډيو خپره کړه. هغه په خلکو غږ وکړ چې که پوليسو يې ملګري پرېنښودل نو لارو کوڅو ته راووځئ او احتجاج وکړئ. نوموړي زياته کړه: ((هيڅوک به ګډوډې نه کوي. موږ به په پرامنه طريقې سره مظاهرې کوو. د پاکستان په آيين کې دي چې هر سړی د خبرو اجازه لري. هر سړی د احتجاج حق لري او په لاهور کې هر چا مظاهرې کړې دي نو موږ سره ولې داسې سلوک کېږي؟ پښتانه په سوله ييز ډول خپل حق غواړي ولې يې مخه نيول کېږي؟))

په دې اړه په ټولنيزو مطبوعاتو تر سخت غبرګون وروسته، د ليري شوي وزيراعظم نواز شریف لور، د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف ورېرې او د حکمران مسلم لېګ (ن) ګوند يوې مشرې مريم نواز هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د راخوشي کولو غوښتنه وکړه. هغې پر ټويټر پاڼه وليکل چې د ظلمونو پر وړاندې راپورته شوي غږونه بايد خاموشه نه کړل شي بلکې د هغوی د شکاياتو وجوهاتو ته دې پام وشي.

د پاکستان حکومت په تېره فرورۍ مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اسلام اباد جلسه په دې ليکلې وعدې ختمه کړې وه چې غېب کړل شوي ځوانان به راخوشي کېږي، له قبايلي سيمو به ماينونه پاکېږي د نقيب الله مسود پر وژنې تورن د ملېر پوليسو ايس، ايس، پي راو انور به نېول کېږي.

د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو په دې اړه د خپل دريځ په بيانولو سره ويلي چې دغو کې ډېرې غوښتنې منل شوي دي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي که څه هم غېب کړل شوي ځيني ځوانان کورونو ته راغلي خو حکومت خپلې ژمنې په بشپړ ډول نه دې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG