د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباسي: عدالت د پاکستاني ولس استازي د غلو په نامه یادوي


د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزیر اعظم پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، چې د هېواد اسمبلۍ د دې لپاره ده چې قانون سازي وکړي. نوموړي وویل، د اسمبلۍ دغه استازي د ۲۶۰ ملیونه پاکستانیانو استازي دي.

شاهد خاقان عباسي وویل، د پاکستان ولس استازي په عدالتونه کې کله د غله په نامه یادېږي. کله ورته مافیا ویل کېږي. کله ورته ډاکو ویل کېږي او کله کله دا دړکې ورکول کېږي چې کوم قانون [پارلمان] منظور کړی دی، دا به موږ ختم کړو. وزیر اعظم وویل که څه هم دغه خبرونه په ورځپاڼو کې راځي خو دعا به یې وي چې دغه خبرونه دې ناسم وي.

شاهد خاقان عباسي وویل، د پارلمان په دواړو اېوانونو کې چې د ولس استازي موجود دي هغوی د قانون سازۍ حق نه لري؟ او د قانون سازۍ لپاره به هم موږ له نورو اجازه اخلو؟ په ایین کې د ټولو ادارو دایره یا حدود ټاکل شوی دی، او موږ ټول باید په خپل ټاکلي حد کې و اوسو. که نه وي نقصان د ملک کېږي. هغه وویل موږ بیا بیا لیدلي دي چې کله هم د ادارو ترمنځ کشمکش راغلی دی نو نقصان د ملک شوی دی. نو له داسې یوه کیفیته د ژغورنې لپاره دغه اسمبلۍ ته پکار ده چې پر دې موضوع بحث وکړي. دا یو اړخیزه عمل نه دی، د یوه ګوند خبره نه ده. دا د دې پارلمان مناظره ده.

وزیر اعظم په خپله وینا کې د سېنېټ په حواله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي څرګندونو ته په اشاره وویل، چې د سېنېټ په انتخاباتو کې داسې پارټیانې ولاړ دې چې په صوبايي اسمبلۍ کې یو نماینده هم نه لري. او ازاد امېدواران ولاړ دي. هغوی څنګه منتخیبېږي.

وزیر اعظم وویل، حکومتي افسران عدالتونو ته وربلل کېږي، سپکول کېږي، ګوښه کول کېږي، دا خبرې به تر څو روانې وي. په دې خو یوازې د ملک نقصان روان دی. نن د حکومتدارۍ لپاره تر ټولو غوره او اسانه لار دا ده چې یو کار مه کوه. چې څوک کار نه کوي له هغه هېڅوک تپوس نه کوي چې کار کوي سپکول کېږي.

نن زموږ حکومت دی خو سبا به د بلچا حکومت وي، دا سمه ده چې قانون دې وي یو څارونکې ډله دې وي.

نوموړي پر پارلېماني استازیو ټینګار وکړ چې د ولس دغه منتخیب پارلمان د قانون سازۍ حق لري؟ د ګمارلو یا مقرورلو حق لري؟ حکومت د فیصلې حق لري؟ موږ ټول انسانان یو، فیصلې غلطې همکېدلای شي، نو هغه بیا په شخصي زیان کې راځي که څنګه؟

وزیر اعظم په خپله وینا کې د سېنېټ په حواله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي څرګندونو ته په اشاره وویل، چې د سېنېټ په انتخاباتو کې داسې پارټیانې ولاړ دې چې په صوبايي اسمبلۍ کې یو نماینده هم نه لري. او ازاد امېدواران ولاړ دي. هغوی څنګه منتخیبېږي. دا هغه مسلې دي چې دغه اسمبلۍ ورباندې باید بحث وکړي. په پرون کې مو ټولې تماشې ولیدلې او نه یې د ختمولو ضرورت دی.

د اپوزیشن مشر خورشید شاه له پخواني پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره روغبړ کوي
د اپوزیشن مشر خورشید شاه له پخواني پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره روغبړ کوي

په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر خورشید شاه وویل، که څه هم ډېر ناوخته دي خو بیا هم پر دې بحث پکار دی. د قانون سازۍ حق د پارلمان دی او تل مو دا رول پاته شوی دی چې پارلمان باید خپل رول ولري. نوموړي وویل، د پارلمان تقدس

د اپوزیشن مشر خورشید شاه وویل که ادارې په یو بل کې لاسوهنه کوي نو له دې سره ملک کمزوری کېږي له دې سره ریاست کمزوری کېږي.

موږ په خپله تر پښو لاندې کړی دی. که نن هم د پاکستان سیاستوال او پارلماني استازي په ګډه سوچ وکړي، خپلو کې سره کښېني چې چا پارلمان کمزوری کړ. نو خبره پرمخ تلای شي. پرونۍ تېروتنې باید ومنو. زموږ حق دی چې د پاکستان د بهترۍ لپاره چې څه ډول قانون سازي پکار ده، باید وکړل شي. هېڅوک د پارلمان قانون سازي نه شي ردولای، د هغې توضیح او تشریح کولای شي خو د ردولو حق نه لري.

خورشید شاه وویل، اپوزیشن په دې پلویتوب دی چې هره اداره دې په خپل چوکاټ کې کار وکړي. اجراییه حق نه لري چې د عدلیې کار وکړي او عدلیه د اجراییې. ټول دې په خپل دایره کې کار وکړي. دا د پاکستان او پاکستاني ولس لپاره بهتره ده. د پاکستان د راتلونکې او زموږ د نوي کهول لپاره دا بهتره ده.

د اپوزیشن مشر خورشید شاه وویل که ادارې په یو بل کې لاسوهنه کوي نو له دې سره ملک کمزوری کېږي له دې سره ریاست کمزوری کېږي.

نوموړي وویل قانون سازي باید د ولس او ملک لپاره وي نه د یوه ګوند لپاره.

XS
SM
MD
LG