د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سازمانونو لاریون کوهاټ ته رسېدلی دی


د نقیب محسود وژنې پرضد د کراچۍ د احتجاج عکس
د نقیب محسود وژنې پرضد د کراچۍ د احتجاج عکس

د محسود ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې احتجاجي لاريون چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډيره اسماعيل خانه پيل شوی وو، د شنبې په ورځ کوهاټ ته رسېدلی دی.

په دې احتجاجي لاريون کې د قبايلي سيمو زدکونکو سازمانونه، مدني فعالان او د یو شمېر نور تنظيمونو غړي هم شامل دي.

د یاد احتجاجي لاریون مشران وايي چې نن به د کوهاټ پوهنتون څلور لاره کې احتجاج کوي او سبا به پيښور ته ځان رسوي.

دوي له حکومته د وژل شوی تقيب محسود د قاتلانو د نيولو او په قبایلي سیمو کې ښخ شوو بمونو د پاکولو لپاره احتجاج کوي.

د قبايلي سيمو ځوانانو جرګې يو غړي مثل خان مشال راډيو ته وويل چې د محسود ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې دا پلی لاریون بنو ته پر رسيدو هم مظاهره کړې وه او د لاريون ګډونوالو لپاره يې ټول انتظامات هم کړي دي.

مثل خان وویل ، دا يو اجتماعي مبارزه ده او په دي کې ټول ورسره شريک دي.

نوموړي د خپل سفر په اړه وویل ، “ د یکشنبې په ورځ به پېښور ته رسيږو. هلته به د پيښور پريس کلب مخې ته مظاهره کوو. په هغه ځاي کې به نور قبايل له ځان سره ملګري کوو. تر هغه وروسته به اسلام اباد ته لاريون پيلوو”.

هغه زیاته کړه چې “ په اسلام اباد کې مو د مستقل احتجاجي ناستي پروګرام دی. د ناستې لپاره مو ټول انتظامات هم کړي دي. موږ به هلته تر هغې پوري ناست يوو تر څو چې د نقيب محسود په وژنه کې ککړ کسان نيول شوي نه وي”.

تر دې وړاندې د محسود ژغورنې غورځنګ يو مشر منظور محسود مشال راډيو ته ويلي وو چې له ډېره وخته په جنوبي وزيرستان کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

ده وویل ، “زموږ په سيمه کې چې کوم ښخ کړل شوي بمونه دي، د هغوی پاکول غواړو. بل هغه خلک چې ورک کړل شوي دي او وژل شوي يا په جېلونو کې پراته دي او عدالت ته نه دي وړاندې کړل شوي، د هغوی لپاره انصاف غواړو. او بل چې زموږ په سيمه کې کومه پېښه وشي نو د امنيتي پوستو پوځيان چې زموږ سره کومه رويه کوي، د هغې مخنيوی غواړو.”

په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹م کال کې د راه نجات په نامه د وسله والو پرضد عمليات پېل کړل چې په نتيجه کې يې په زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې او د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې يې واړول.

د دغو کډوالو د بيا ستنېدو لړۍ په ۲۰۱۵م کال کې پېل شوه خو خپلو کليو او کورنو ته پر تګ سربېره دغه کډوال بيا هم د بېلا بېلو ستونزو په اړه شکايت کوي چې يوه يې هم په ځمکه کې ښخ کړل شوي ماينونه دي.

منظور محسود وايي، دا يې تر ټولو لويه ستونزه ده چې ګڼ ځاني او مالي زيانونه يې ورته اړولي دي.

محسود ژغورنې غورځنګ په داسې حال کې لاريون ته دوام ورکړی چې ۱۳ ورځې وړاندې په کراچي کې د نقيب الله محسود په نامه د جنوبي وزيرستان يو ځوان له ترهګر سره د تړاو په تور د پوليسو لخوا ووژل شو چې تر پلټنو وروسته بې ګناه ثابت شو.

له دې پېښې وروسته له ياد غورځنګ سره د قبايلي سيمو يو شمېر نورو سازمانونه هم لاس يو کړی دی.

XS
SM
MD
LG