د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف غفور: پاکستان د پیسو لپاره جنګ نه کوي


مېجر جنرل اصف غفور
مېجر جنرل اصف غفور

د پاکستان پوځ وایي چې د ترهګرۍ پرضد جنګ یې د ملک په مفاد کې کړی او پوځي عملیات یې د وسله والو پرضد بې له توپيره کړې دي.

د زیارت په پنډې کې خبریالانو ته د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور وینا وه د حقاني شبکۍ پرضد کاروایي نه کولو د امریکاموقف سم نه دې.

ده وویل چې اوس د افغانستان او امریکا وار دی چې نور ګامونه اوچت کړي.

مېجر جنرل اصف غفور په دې ورستیو کې امریکا لخوا ورکړل شوې دړکې په جواب کې ویل چې موږ څنګه اتحادیان یو چې نوټسې راکول کېږي.

''د امریکا لخوا په پاکستان کې د یو-اړخیزه کاروایانو اشارې ورکول کېږي نو موږ څنګه ملګري او اتحادیان یو چې موږ ته نوټسې راکول کېږي. زه ستاسو په ذریعه د پاکستان ولس ته دا ویل غواړم چې د پاکستان پوځ له ملګرو سره کار کوي او کول یې غواړي خو په خپل عزت به خبره نه برداشتوي.''

پاکستان په افغانستان کې د داعش فعالیتونو ((اندېښمن)) کړی

مېجر جنرل اصف غفور په وینا چې د پېسو لپاره يې د ترهګرۍ پرضد جنګ نه دی کړې.

''موږ د پېسو لپاره جنګ نه کوو، تاسو به دا بیان اورېدلی وي چې موږ پاکستان ته پېسې ورکوو نو د اتحادي مرستې په لړ کې چې کوم رقم موږ ته راکول کېږي نو د دې عنوان خپله دا وایي چې دا رقم د ترهګرۍ پرضد جنګ کې د اتحادیانو مرستې لپاره دی نو چې کوم رقم موږ ته راکول شوی، هغه د هغو پیسو ادایګي وه چې موږ په افغانستان کې د اتحادیانو د مرستۍ لپاره استعمال کړې وې.''

د پوځ د مطبوعاتو څانګۍ مشر په وینا چې شپږ نوي فیصده د قبایلي سیمو کډوال خپلو سیمو ته واپس شوي او د بحالۍ کارونو سره موږ ورله د روزګار موقعې ورکړې.

ټيلرسن: پاکستان ترهګرو ته د خوندې پټنځايونو اجازه ورکړې

پاکستان د ترهګرو په ساتلو ډېر څه بایلي: مایک پېنس
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:22 0:00

ده وویل چې د پوځي عدالتونو په وړومبۍ مرحله کې دوه سوه او څلور اویا کېسونه راغلي ول چې پکې ۱۶۱ ته د مرګ سزا اورول شوې وه او ۵۶ کسانو ته پانسۍ ورکول شوې دي.

د پوځي عدالتونو د نوي کېسونو په اړه د پوځ ویاند زیاته کړه چې په تېر نومبر میاشت کې ورته ۱۲۰ کېسونه د داخله وزارت لخوا راغلې دي.

د بلوچستان په اړه خپلو خبرو کې د ای اېس پي ار ویاند خبریالانو ته وویل چې د پوځ مشر بلوچستان د پرمختیا لپاره پروګرام شروع کړی دی.

د کراچۍ په اړه ده وویل چې د ۲۰۱۳ کال په نسبت د نن کراچۍ ښه ده او هلته امن راغلی دی.

XS
SM
MD
LG