د لاسرسي ځای

تازه خبر

پی ټي ای د فاټا مقدمه سپریم کورټ ته یووړه


پاکستان تحريک انصاف ګوند فاټا په خېبر پښتونخوا کې زر تر زره ورګډولو لپاره په سپريم، کورټ کې درخواست جمع کړي دي.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان لخوا د هغه وکيل بابر اعوان په سپرم کورټ اسلام اباد کې درخواست جمع کړو.

په درخواست کې ليکل شوي دي چې قبايلي ولس به د سپريم کورټ شکر ګزاره وي که عدالت ورته خپل بنيادي حقونه ورکړي او فاټا په خيبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړي.

په درخواست کې دا هم ويل شوي دي چې د فاټا ولس په خيبر پښتونخوا کې له ډېرې مودې راهیسې شامېلېدل غواړي.

د درخواست په اړه د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي انجنيېر حامد الحق مشال ريډيو ته وویل چې وفاق نه فاټا ته وسايل ورکوي او نه يې په خېبر پښتونخوا کې شاملوي.

د ده په وېنا چې فاټا د نورو پاکستان لپاره ده خو د صوبې د خلکو لپاره فاټا ولس او فاټا د خيبر پښتونخوا برخه ده.

په درخواست کې زياته کړل شوې ده چې د ملک آئين د ملک هر وګړي ته د جمهوريت، آزادۍ، برابرۍ او سماجي انصاف قانون ورکوي خو د فاټا ولس ترې محرومه دی.

په دې لړ کې د فاټا سياسي اتحاد جنرل سېکرېټري نثار مومند له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې هغوی به د پاکستان تحريک انصاف ګوند د فيصلې ملاتړ کوي.

د جمعيت علماء اسلام (ف) سېنېټر حافظ حمدالله مشال راډيو سره خبرو کې وویل چې سياسي ګوندونه او په خصوصي توګه تحريک انصاف خپله فيصله د عدالت له لارې په قبايلي ولس مسلط کول غواړي.

د ده په وینا چې فاټا اصلاحاتو او په صوبه کې شاملولو لپاره دوي بيا بيا هلې ځلي کړې دي او بيا به هم کوي خو حکومت د يو دوه ګوندونو په خوشالولو د فاټا د ولس بنيادي حقونه وهي.

واضحه دې وي چې پر فاټا اصلاحاتو او فاټا په خيبر پښتونخوا کې په ورګډلول ټول پاکستاني سياسي ګوندونه متفق دي خو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمعيت علماء اسلام (ف) ګوند وايي چې د قبايلو د مستقبل فيصله دې له هغوی څخه په تپوس وشي.

د تحريک انصاف سپريم کورټ د تللو په فيصله د جمعيت علماء اسلام (ف) سېنېټر حافظ حمدالله مشال راډيو سره خبرو کې وویل چې سياسي ګوندونه او په خصوصي توګه تحريک انصاف خپله فيصله د عدالت له لارې په قبايلي ولس مسلط کول غواړي.

د حکومت لخوا د سرتاج عزيز په مشرۍ د فاټا اصلاحاتو لپاره جوړې کمېټۍ راپور د کال نه زياتې مودې تېرېدو ورستو لا هم عملي شوی نه دی او په دې لړ کې د قبایلي سيمې ځوانانو او سياسي غړيو يو شمېر احتجاجونه او وزير اعظم تر څنګ د پوځي مشرانو سره ملاقاتونه هم کړي دي خو لا هم د قبايلي سیمې د راتلونکې فيصله معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG