د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د بریدونو مخنیوی نه دی کړی: جنرال باجوه


اسلام اباد - د پاکستان پوځ مشر تور پورې کړی چې د افغانستان حکومت د پولې له هغې خوا د بریدونو مخنیوی نه دی کړی.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۶مه په خپور شوي بیان کې ویلي، جنرال قمر جاوېد باجوه په راولپېنډۍ کې د امریکا د مرکزي کمانډ له مشر جنرال جوزف ووټل سره ولیدل.

بیان وايي، باجوړه له ووټل سره د سیمې د امنیت، د پولې پر انتظام او د سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر کردار خبرې وکړې.

د پوځ بیان وايي چې باجوه جنرال ووټل ته وویل، ((په افغانستان کې سوله غواړي او د دې لپاره یې پر محدودیتونو سربېره)) اقدامات کړي دي. خو باجوه تور پورې کړ چې افغانستان ((په ځواب کې)) هغه هڅې نه دي کړې چې ورته په کار وې ځکه چې لا هم ((د کرښې له هغې خوا څخه بریدونه)) کېږي.

کابل د جنرال باجوه د تازه تور په اړه لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې پر اسلام اباد تور پورې کړی چې پر خاوره یې د وسله والو پټنځایونه دي چې افغانستان او د بهرنیو هېوادونو امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د سیمې د سفر پر وخت په هند کې خبریالانو ته ویلي ول چې لا هم په پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه دي او له اسلام اباده یې د هغوی پر ضد د اقداماتو ((جدي غوښتنه)) کړې.

XS
SM
MD
LG