د ((نيمې نړۍ غږ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
په روانه خپرونه کې درته د سوات د ((خويندو جرګې)) حال درکوو چې د مېرمنو پر ژوند يې څه اغېز کړی او د دوی په ژوند کې يې څه بدلون راوستلی دی. په دې خپرونه کې له هغو مېرمنو سره خبرې شوي چې د انصاف لپاره يې د خويندو جرګې ته رجوع کړې ده.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.