د لاسرسي ځای

تازه خبر

تکړه قبايلي خويندې د ښځو ځواکمنولو لپاره څه فعاليتونه کوي؟


د تکړه قبايلي خويندو مشره مېرمن شاهده شاه (کيڼ لوري ته)
د تکړه قبايلي خويندو مشره مېرمن شاهده شاه (کيڼ لوري ته)

د ((نيمې نړۍ غږ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست

په فاټا او خېبر پښتونخوا کې يو شمېر تنظيمونه د ښځو لخوا جوړ شوي چې د دوی د ځواکمنولو او پوهاوي لپاره کار کوي. دا تنظيمونه د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره خپلې چارې پرمخ وړي. په روانه خپرونه کې درته د ((تکړه قبايلي خويندو)) شبکې يا فورم حال درکوو. په دې خپرونه کې د دې شبکې له دوو مشرانو مېرمن شاهده شاه او مېرمن ناهيد اپريدي سره د تکړه قبايلي خويندو پر جوړښت او کار خبرې شوي دي.

دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تکړه قبايلي خويندې د ښځو ځواکمنولو لپاره څه فعاليتونه کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:43 0:00

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG