د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباسي: پاکستان له امریکا سره کار کول غواړي


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جنګ کې امریکا سره کار کول غواړي.

په اسلام اباد کې د نهې په ورځ غیرملکي مطبوعاتو له کارکونکي خبریالانو سره په خبرو کې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وینا وه چې پاکستان او امریکا ترمینځ له لسیزو راهیسي زړې اړیکې د افغانستان د شخړې سره نه شي تړل کېدلی.

خبریالانو ته وزیراعظم دا هم ویلي چې امریکا د سیمې او افغانستان په اړه د ولسمشر پالیسۍ بیان نه پيدا شوې د ځینو غلط فهمیو وضاحت ونه کړل.

ده وویل چې پاکستان د امداد پرځای دواړو ملکونو ترمینځه د نور کمک خواهش لري او غواړي چې د خپلمینځیو رابطو له لارې خبرې اترې وشي.

د افغانستان په اړه د ښاغلي عباسي وینا وه چې د افغانستان مسلې پرامنه هواري لپاره د بل ملک نه زیات پاکستان ژمنه لري.

وزیراعظم خاقان عباسي پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو موجودګۍ په اړه تورونه هم رد کړل.

پاکستان او امریکا ترمینځ اړیکې تیره میاشت د سیمې او افغانستان په اړه پالیسي اعلانولو پس د کړکیچ ښکار شوې دي.

نوې امریکایې پالیسي راتلو پس پاکستان د سیمې هیوادونو سره د مشاورت فیصله کړې وه او هم دې لړ کې خارجه وزیر خواجه اصف د بیجنګ، تهران او د انقره سفرونه هم کړې دي.

د خارجه وزیرخواجه اصف د واشنګټن دوره لا د ځنډ ښکار ده خو د سیمه ایزه چارو کار پوه طاهر خان وایې چې پاکستان له امریکا سره اړیکې ښې کول غواړي.

''د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ راتلونکې کومه غونډه ده نو په هغې کې پاکستان د دې هیله لري چې په لوې کچ د پاکستان امریکا او نورو ملکونو سره خبرې وشي او ناستې وشي. پاکستان کې لا دا سوچ شته چې دوی امریکې سره د خبرو اترو هاغه لړۍ لا پریښې نه ده خو د موجوده حالاتو له کبله پکې لږ ځنډ راغلی دی."

په اسلام اباد کې د سټریټیجک سټدیز ادارې مشر نجم رفیق وایې چې ،، امریکا سره اړیکې ساتلو نه علاوه پاکستان سره بله لار نشته. هسې هم په دې نړې کې پاکستان له کار کول دي او ټولو ملکونو سره سره امریکې سره به ورله رابطه هم ساتل وي. موږ پاکستانۍ قام جذباتي قام یو او جذباتو سره روان یو او په جذباتو کې ټول کار کوو چې پکې ملکونو سره د اړیکو تعلق هم دې. موږ له به جذباتو نه کار نه وي اخیستل او د خپلو اړیکو لپاره به خپلو مفاداتو ته ګورو، دې کې امریکا سره هم خپلې اړیکې مخ په وړاندې د وړلو سوال دې،،

تیره میاشت د پاکستان خارجه وزرات دا ویلي وو چې امریکا سره د دوه اړخیز رابطو د لارې په خپل مینځي معاملو خبرې اترې غواړي نه چې د مطبوعاتو د لارې.

XS
SM
MD
LG