د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوا: پاکستان د ترهګرۍ پرضد خپلې هڅې جاري ساتلې دي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په افغانستان کې د امریکا او د نړیوالو ځواکونو له قومندان جنرال جان نیکولسن سره په ملاقات کې په افغانستان او امریکا کې د ځینو عناصرو لخوا پر پاکستان د تورونو په لګولو د اندیښنې څرګندونه کړې ده.

د ګل پر ورځ د د پاکستان په راولپنډۍ په جنرل هيډ کوارټر کې د پاکستاني پوځ مشر او په افغانستان کې د امریکا او د نړیوال ځواکونو قومندان په ملاقات کې د افغانستان په ګډون د سیمې امنیت او د پولو پر انتظام هم خبرې شوې دي.

دا خبره د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو څانګې په یو خبرپاڼه کې کړې ده.

خبرپاڼه د جنرال باجوا له خولې زیاتوي چې داسې قسمه تورونه د پاکستان ترهګرۍ پرضد روان کوښښونه په خطر کې اچولی شي.

نوموړي ویلي دا اتفاق نه شي کیدای چې تورونه په داسې وخت کې لګول کېږي چې په امریکا کې د پاکستان په اړه د پالیسي جاج اخیستل کېږي.

نوموړي وايي، د اشتعال باوجود پاکستان تل د ترهګرۍ پرضد خپل کوششونه جاري ساتلي دي.

دواړه جنرلان په سیمه کې د امن او ثبات لپاره د خپلو هلو ځلو پر جاري ساتلو سلا شوي دي.

د سیمه ییزو چارو کار پوه طاهر خان وایي، په دې ورستیو کې پر پاکستان د تورونو بیانونه زیات شوي دي.

نوموړی وايي، که د امریکا دا نظر وي چې پاکستان د حقاني ډلې او افغان طالبانو پرضد ګامونو نه دې اخیستې نو دا د پاکستان لپاره د اندیښنې وړ خبره وي.

ده وویل، پاکستان دا نظر لري چې ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي نو دا یې غوښتل چې خپل خفګان د مطبوعاتو له لارې څرګند کړي او خپل خلک ترې هم خبر کړي او امریکا ته یې هم ورسوي.

د دفاعي چارو کار پوه او پخوانی بریګډیر سید نذیر وايي چې د ترهګرۍ پرضد کامیابي ترلاسه کولو او تر تاوانونو پورته کولو وروسته پاکستان غواړي چې د هڅو یې ستاینه وشي.

نوموړی وايي، د امریکا په افغانستان او د چین په پاکستان کې اثر رسوخ دی نو پکار دې چې دوی یوه تکلاره خپله کړي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې شي او پر یوه او بل تورونه ونه لګوي.

نوموړی زیاتوي چې دوی باید یو بل ګاونډي هېوادونه وګڼي او د یو بل په معاملو کې مداخلت ونکړي نو داسې بیا د ترهګرۍ پرضد جنګ کې یو کېدل او یو مقصد حاصلول به اسان وي.

په دې ورستیو کې د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا جاري شوي کلني رپوټ کې ویلي شوي وو چې اوس هم په پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه موجود دی.

خو پاکستان ویلي وو چې نه یوازې یې د وسله والو پرضد بې توپیره کاروایي کړې ده بلکې د وسله والو پټنځایونه یې هم ویجاړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG