د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د ټولو وسله والو پر ضد يو شان عمليات کوي


نفېس ذکريا
نفېس ذکريا

پاکستان د امریکې بهرنيوو چارو وزارت لخوا د ترهګرۍ په اړه تازه خپور شوي رپوټ په غبرګون کې ویلي چې د ترهګرۍ پرضد یې کوټلي ګامونه پورته کړې دي او د وسله والو خلاف یې بې له توپیره کاروایي کړې ده.

د اونیزې خبرې غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا نن د جولايي په شلم تاريخ اسلام اباد کې وويل چې د ټولو وسله والو ډلو خلاف يو شان کاروایي کوي. هغه وویل چې د وسله والو پرضد عملیاتو کې وسله وال افغانستان ته تښتیدلې دي. دی زیاتوي چې په افغانستان کې د حقاني ترهګرې والې ډلې قوماندانانو له وژنې ښکاري چې دا ډله پاکستان کې نه بلکې افغانستان کې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ دې ته ژمن یو چې ترهګري به په پوره توګه له خپلې خاورې ختموو. موږ دې لړ کې ډېر کوټلي ګامونه پورته کړې دي او موږ بريالي هم يو. د امریکې په ګډون د نړۍ یو شمېر ملکونو د پاکستان د هڅو اعتراف کړی دی.))

داسې ښکاري چې امريکايان لا هم د پاکستان له کارکردګۍ مطمين نه دي

تېره ورځ د امریکې د بهرنيوو چارو وزارت لخوا جاري شوې کلني رپوټ کې ویل شوې چې اسلام اباد د افغان طالبانو او حقاني ډلې طاقت ختمولو لپاره ګامونه نه دې اخيستي. دې رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د پاکستان حکومت ناقانونه ګرځول شوو ډلو جېش محمد او د لشکر طیبه په مطبوعاتي هلو ځلو پابندي نه ده لګولې او د دوی پرضد یې موثره کاروایي نه ده کړې.

روانه میاشت د اسلام اباد تر سفره وروسته د امریکا په سېنټ کې د پوځي خدمتونو د کمېټۍ مشر جان مکېن ویلي وو چې پاکستان یې د حقاني شبکې په اړه خبرداره کړی دی.

د سیمه يیزه چارو کار پوه طاهر خان وایي واشنګټن غواړي اسلام اباد ته بيا ورياده کړي چې د ترهګرو پر ضد داسې ګامونه پورته کړي چې د امريکې اندېښنو ته ځواب ووايي. هغه زياتوي: ((د امريکا به یو خپل نظام وي. هغوی ته به د څه مالوماتو په بنیاد رپوټونه راځي او د هغې ذکر په رپورټ کې کول او یا د هغوی د مشرانو بیانونه راتلل په دې مانا دي چې کيداي شي امريکايان لا هم د پاکستان له کارکردګۍ مطمين نه وي.))

د پاکستاني پوځوياند مېجر جنرال آصف غفور د جولايي په ۱۷ تاريخ پينډۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د ټولو وسله والو پر ضد يې بې توپيره عمليات کړي دي. هغه د خيبر ايجنسۍ په راجګل کې د داعش وسله والو د مخنيوي لپاره د نوو عمليات د پيل خبر هم ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG