د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکي وايي په جلال اباد ښار کې شوې نښته کې څلور بريد ګر وژل شوي دي او نښته تر درې ساعتونو وروسته پای ته ورسېده. د ننګرهار والي ګلاب منګل نن جلال اباد کې خبريالانو ته وويل چې په دې نښته کې دوه پوليسو او دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
جلااباد: ننی بريد په انځورونو کې
جلال اباد ښار کې پر راديو تلويزون شوې بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. له بريد وروسته، د مشال ريډيو خبريال باز محمد عابد تصويرونه راليږلي دي.
1
د ننګرهار راديو - تلويزون له ودانۍ لوګي پورته کيږي. دا بريد د چارواکو په وينا د ځايي وخت مطابق لسم نيمې بجې پيل شو
2
په جلال اباد ښار کې د ننګرهار دولتي راديو - تلويزون وداني چې د وسله والو تر بريد لاندې راغله. د چارواکو په وينا بريد کوونکي څلور وو چې يو يې ځان پورې تړلي چاوديدونکي مواد د ودانۍ په دروازه کې وچول.
3
چارواکي وايي سيمې ته ژر افغان امنيتي ځواکونه ورورسيدل.
4
د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې درې ساعته دوام وکړ