د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ننګرهار راديو تلويزون بريد: څلور بريدګر وژل شوي دي

د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکي وايي په جلال اباد ښار کې شوې نښته کې څلور بريد ګر وژل شوي دي او نښته پای ته رسيدلې ده. د ننګرهار والي ګلاب منګل نن جلال اباد کې خبريالانو ته وويل چې په دې نښته کې دوه پوليسو او دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې بريد نن خوا او شا لس نيمې بجې پيل شو. يو ځانمرګي بريد کوونکي ځان پورې چاوديدونکي مواد د ننګرهار رادیو تلويزون ودانۍ په دروازه کې وچول. د والي ګلاب منګل په خبره درې نور وسله وال بريد ګر د درې ساعته جګړې نښتې په ترڅ کې ووژل شو.

ايسو شيټډ پريس خبري اژانس د روغتيايي چارواکو له خولې ليکلي چې لږ تر لږه اتلس ټپيان د ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته وروړل شوي چې د اکثرو حالت يې بد نه دی.

ښاغلي منګل زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د مېړانې په ښودلو سره د راډيو – ټيليويژن کارکوونکي خوندي وويستل او په دې توګه يې د لوی زيان مخه ونيوله.

ويډيو: په جلال اباد کې نښته

پر ننګرهار راديو تلويزون بريد کوونکي درې وسله وال وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:42 0:00

په پښتونستان څلور لارې کې موقعيت لرونکې دې ودانۍ سره د ننګرهار والي دفتر او د پوليسو يو ماموريت (تاڼه) هم نيزدي دي. د پېښې ځای ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوي وي.

داعش وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري منلې ده.

تر دې مخکې د ننګرهار ولايت چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه مختلفې شمېرې ورکړې وي.

دا بريد په دې انځورونو کې کتلی شئ

جلااباد: ننی بريد په انځورونو کې

د ننګرهار راديو - تلويزون له ودانۍ لوګي پورته کيږي. دا بريد د چارواکو په وينا د ځايي وخت مطابق لسم نيمې بجې پيل شو
1/6 د ننګرهار راديو - تلويزون له ودانۍ لوګي پورته کيږي. دا بريد د چارواکو په وينا د ځايي وخت مطابق لسم نيمې بجې پيل شو
جلال اباد ښار کې پر راديو تلويزون شوې بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. له بريد وروسته، د مشال ريډيو خبريال باز محمد عابد تصويرونه راليږلي دي.
په جلال اباد ښار کې د ننګرهار دولتي راديو - تلويزون وداني چې د وسله والو تر بريد لاندې راغله. د چارواکو په وينا بريد کوونکي څلور وو چې يو يې ځان پورې تړلي چاوديدونکي مواد د ودانۍ په دروازه کې وچول. 
2/6 په جلال اباد ښار کې د ننګرهار دولتي راديو - تلويزون وداني چې د وسله والو تر بريد لاندې راغله. د چارواکو په وينا بريد کوونکي څلور وو چې يو يې ځان پورې تړلي چاوديدونکي مواد د ودانۍ په دروازه کې وچول. 
جلال اباد ښار کې پر راديو تلويزون شوې بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. له بريد وروسته، د مشال ريډيو خبريال باز محمد عابد تصويرونه راليږلي دي.
چارواکي وايي سيمې ته ژر افغان امنيتي ځواکونه ورورسيدل.
3/6 چارواکي وايي سيمې ته ژر افغان امنيتي ځواکونه ورورسيدل.
جلال اباد ښار کې پر راديو تلويزون شوې بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. له بريد وروسته، د مشال ريډيو خبريال باز محمد عابد تصويرونه راليږلي دي.
د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې درې ساعته دوام وکړ
4/6 د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې درې ساعته دوام وکړ
جلال اباد ښار کې پر راديو تلويزون شوې بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. له بريد وروسته، د مشال ريډيو خبريال باز محمد عابد تصويرونه راليږلي دي.
داعش وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري منلې ده
5/6 داعش وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري منلې ده
جلال اباد ښار کې پر راديو تلويزون شوې بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. له بريد وروسته، د مشال ريډيو خبريال باز محمد عابد تصويرونه راليږلي دي.
د ننګرهار ولايت والي ګلاب منګل د نورو چارواکو سره يو ځای خبري غونډې ته وويل چې امنيتي ځواکونو د راديو - تلويزون اکثره کارکوونکي د پېښې له ځايه خوندې وويستل
6/6 د ننګرهار ولايت والي ګلاب منګل د نورو چارواکو سره يو ځای خبري غونډې ته وويل چې امنيتي ځواکونو د راديو - تلويزون اکثره کارکوونکي د پېښې له ځايه خوندې وويستل
جلال اباد ښار کې پر راديو تلويزون شوې بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. له بريد وروسته، د مشال ريډيو خبريال باز محمد عابد تصويرونه راليږلي دي.
پخوانی
بل

XS
SM
MD
LG