د پاکستان ډلې مشرتابه د پاکستان سیند اوبو کمېشنر آصف مرزا بېګ او د هند سیند اوبو کمېشنر پي کې سکسېنا کوي.
د هند لس کسیزه ډله د لاهور واګا پولې په لار ورسېدلې ده.
د اېجنډې مطابق په دې دوه ورځني مزاکراتو کې به په چناب دریاب جوړیدونکې په دریو منصوبو مایار ډېم، کلنایي ډېم او پاکل دل ډېم خبرې اترې کېږي.
په دې مزاکراتو کې به د هند لخوا د سېلاب اوبو په پرېښولو هم خبرې کیږي.
دا د پاکستان او هند ترمېنځه د سیند طاس معاهدې د کمېشن په سطح یو سل او دیارلسمه غونډه ده.
د تېرې جمعې په ورځ مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان د سیند طاس د معاهدې کمشنر آصف مرزا بیګ مشال راډیو ته وویل چې په دې مزاکراتو کې به د هند خوا ته جوړېدونکې پروژو په اړه د پاکستان پر تحفظاتو خبرې کېږي.
د پاکستان او هند ترمینځ وروستي مزاکرات د۲۰۱۵ م کال په مې میاشت کې شوي ول.
بلخوا نن دوشنبه په اسلام اباد کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پاکستان دفاع وزیر او د اوبو او بجلۍ وزیر خواجه آصف هیله څرګنده کړې چې د پاکستان او هند ترمینځه د سیند طاس معاهدې کمېشنرانو غونډه به یو مثبت اړخ ته ځي.
د ده په وېنا چې د دواړو ملکونو ترمېنځه د رتل هایډرو الېکټرک پلانټ په اړه مزکرات په واشنګټن کې راتلونکې کیږي.
د اپرېل په دولسمه او دیارلسمه نېټه چې کوم مزاکرات دي نو په هغې کې هم د دواړو ملکونو ترمېنځه مزاکرات د هند ترواک لاندې کشمیر په اوړي سیمه کې پر پوځي مرکز تر برید ورستیو د ځنډ ښکار شوي ول.
د اوبو د وېش په اړه شوې سیند طاس معاهده نړیوال بېنک یا ورلډ بېنک کال ۱۹۶۰ کې کړې وه، د دې معاهدې ترمخه پاکستان او هند به په کال کې یو ځل مزاکراتو ته کیني.
خو د هند لخوا د کشن ګنګا او د چناب په دریاب د منصوبو د جوړولو په اړه پاکستان د تحفظاتو اظهار کړې وو او د ثالثې لپاره یې ورلډ بېنک سره رابطه کړې وه.
دې لړ کې هند هم ورلډ بېنک سره رابطه کړې وه خو د نړیوال بېنک لخوا پاکستان او هندوستان ته د روان کال وړومبۍ میاشتې پورې مهلت ورکړې شوې وو چې خپله دې مسله هواره کړي.
د سیند طاس د معاهدې ترلاندی په مشرقي دریابونو ستلج، راوي او په بیاس د هند او پاکستان ته په مغربي دریابونو جهلم، چناب او د سیند اوبو د استعمالولو حق ورکړل شوی وو.