د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې کمیونټي سکولونه بیا پیلېږي


د پاکستان د تعلیم وفاقي وزارت وایي چې د شمالي او جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړو لخوا ورته د کمیونټي سکولونو یا بنیادي زده کړو سکولونو د بیا پیل کولوغوښتنه شوې دي.

د تعلیم د وفاقي وزارت د ډارېکټر جنرل عباس خان په وینا چې وزارت یې دا کمیونټي سکولونه بې له څه ځنډه پیل کول غواړي او دې لړ کې یې سروې هم پیل کړی چې ژر تر ژره د لرې پرتو سیمو ماشومان خپلې زده کړې پیل کړي.

“د قبایلي سیمو په هره ایجنسۍ کې زموږ سکولونه شته او په شمالي و جنوبي وزیرستان کې چې کوم شاوخوا یو نیم سل سکولونه د پوځي عملیاتو له وجې په عارضي توګه تړل شوې وو نو هغه به نه یواځې موږ بیا پیل کوو بلکې د دې شمېره به هم سیوا کوو ځکه چې هلته کې د عام سرکاري سکولونو ودانې ړنګې شوې دي او د دې په بیا بحالې کې به هم وخت لګېږي نو موږ ځکه غواړو چې ژر په کمیونټي سکولونو کار پیل کړو”

د تعلیم وفاقي وزارت په وینا چې د دې سکولونو د لارې شاوخوا ۵۰ زره ماشومانو ته تر پنځم ټولګي پورې وړیا زده کړې ورکړې کېږي او د دې نصاب هم د نورو سرکاري سکولونو غوندې وي.

یاد وزارت وایی چې د ملک په لرو پرتو سیمو کې شاوخوا ۱۲ زره بنیادي زده کړو سکولونه دي چې پکې څه د باندې یو زر سکولونه په قبایلي سیمو کې دي.

د قبایلي سیمو په دغه سکولونو کې شاوخوا ۲۷ زره هلکان او ۱۶ نیم زره جینکې زده کړې ترلاسه کوي.

د شمالي وزیرستان د یو کمیونټي سکول استاد انور کمال وایی چې دا سکولونه په خصوصي توګه د جینکو زده کوونکو لپاره د تعلیم حاصلولو یوه ښه موقع ده باید چې دا سکولونه بیا پیل کړل شي او زده کوونکو ته د زده کړې موقعې ورکړې شي.

ده دا هم وویل چې د کډوالې پر وخت به یې د نورو استادانو په ګډون د کموینټي سکولونو د لارې کډوال ماشومانو ته زده کړې ورکولې.

هم دې لړ کې د متحده قبایل پارټۍ چیرمېن حبیب ملک وایی که حکومت لخوا څومره هم په پرمختیایې پروجو کار کیږي او د تعلیم څانګې ته توجو نه ورکوي نو دغه پرمختیایې پروجې څه نتیجې نشې راوړې.

ده خپلو خبرو کې زیاته کړه چې کمیونټي یا د بنیادي زدکړو سکولونو هم یو لوی سهولت وو او نه یواځې د لرو پرتو سیمو مېندې او پلاران په دې خوشاله وو بلکې ځوانانو ته هم د استادې په شکل کې د روزګار یوه ذریعه ترلاسه وه.

“ د کمیونټي سکولونو له تړلو سره تعلیم ته زیان رسیدلی دی ، دا سکولونه هم ضروري دي ځکه چې په لاندینې سطح ماشومانو ته تعلیم رسیږي نو پکار ده چې حکومت په دې ژر کار پیل کړي”

د پاکستان حکومت په وینا چې ۲۰۰۶م کال راهیسې عام سرکاري سکولونو ته نه تلونکې درې ملینه ماشومانو د کمیونټي یا بنیادي زدکړو سکولونو نه تعلیم ترلاسه کړې.

حکومت وایې چې د دې سکولونو په زده کوونکو کې زیات شمېر د جینکو زده کوونکو وي.

XS
SM
MD
LG