د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د رواج اېکټ په نوم ایف سي ار نه منو "


تېر کال په اګست میاشت کې د فاټا اصلاحاتو پیکجپه اعلان شویو لسو نکتو کې په قبایلي سیمو کې ایف سي ار ختمول او پر ځای یې د قبایلو رواج اېکټ د لاګو کولو وړاندېز شوی و. خو د قبایلي سیمو یو شمېر مشرانو ، زده کونکواو بېلا بېلو تنظیمونو د رواج اېکټ په اړه تحفظات ښودلې دي. دا چې رواج ایکټ څه دي، په دې باندې څه اندېښنې دي، او د فاټا پارلیمان غړي په دې اړه څه وايي؟

د قبایلي خور نومي تنظیم د کرمې ایجنسۍ استازی او په پېښور پوهنتون کې د سیاسي علومو ښوونکې نورین نصیر وايي رواج ایکټ د رواج په نوم په قبایلو واپس د ایف سي ار تپلو په مانا دي:

"حکومت په دې رواج ایکټ موږ ته ښکاره خبره نه کوي. دوی وايي ایف سي ار به ختم شي او عدالتونه به فاټا ته و غځيږي. که تاسو و ګورۍ نو دا یو عجیبه امتزاج دی. دوی وایي چې له قاضي سره به د مشرانو جرګه وي. په سیویل او جرمونو په کېسونو کې چې قاضي کومه فېصله کوي، هغه به د رواج مطابق کوي. دا یو ډېر عجیبه نظام شو. دوی په نشته چې پر فاټا کومه تجربه کول غواړي."

خو له فاټا منتخب د پارلیمان غړی شاه جي ګل افریدی وايي دا به په ازمایشي بنیادونوکارول کیږي او که چیریرواج ایکټ څه مسله وي نو په های کورټ او سپریم کورټ کې د اپیل سره رواج ایکټ ختمیدای هم شي،لکه څنګه چې په مالاکنډ کې وشو:

"له فاټا موږ ټېسټ لیبارټري نه جوړوو. رواج ایکټ به یوازې د فاټا لپاره نه جوړیږي بلکه دا به د یو ماډل په حېث په ازمایشي بنیادونو د فاټا او اسلام اباد دواړو لپاره وي. دا به د غرب د جیوري نظام په شان د ټولو قامونو لپاره یوه ګډه طریقه جوړیږي. موږ د پارلیمان له غړیو سره به پکې مشوره کیږي او به کوم څه چې موږ نه پوهیږو نو خپل مشران به پکې راولو. خو دغه رواج به د دریو واړو عدالتونو لاندې به وي. خو دا دومره زر نه کیږي."

شاه جي ګل افریدي اصل بریا دا بولي چې قبایلو ته به د انصاف دروازې خلاصې شي. خو د فاټا وکیلانو اتحادیې مشر اعجاز مومند دریځ لري چې رواج ایکټ یوه مبهمه خبره ده نو باېد چې حکومت دې ورته دا خبره سپینه کړي:

"رواج ایکټ په کوم ځای کې دې. دا بل نه پېش شوی دی او نه یې وجود شته. د مارچ پر ۱۲مه موږ په لویه پېمانه احتجاج کوو. دا داسې اسانه خو نه ده، څنګه چې دوی کول غواړي چې دا به کیږي یا رواج ایکټ به رازي. اول خو دې دوی دا واضحه کړي چې رواج ایکټ دي څه؟"

نوموړی وايي که یو فریق د جرګې له لارې خپل کېس کول غواړي نو په هغه صورت کې د رواج ایکټ سره سم د فېصلې راتلو دوی حمایت کوي ځکه چې اوسنۍ جرګه د پولیټیکل انتظامیې لاندې ده او په نوي نظام کې به له پولېټیکله ازاده شي.

کارپوهان وايي د فاټا د ستونزو یوازینۍ لاره دغلته اصلاحات راوستل دي. دوي وايي د رواج ایکټ سره عېن ممکن ده چې ګڼ شمېر هغه روایتي خبرې په ځای پاتې شي چې په اصل کې په قبایلي سیمو کې د مثبت بدلون لاره نیسي.

XS
SM
MD
LG