د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: لسګونه ځوانان له طبي انسټټيوټه فارغ شول


Jalalabad medical institute 3
Jalalabad medical institute 3

ننګرهار : په جلال اباد کې د يوه خصوصي طبي انسټټيوټ څخه ۱۸۰ تنه هلکان او نجونې د دوه کلنو زده کړو وروسته فارغ شول. د انسټټيوټ چارواکي وايي چې په فارغ شویو کې ۳۵ سلنه هلکانو او نجونو ته په وړیا توګه زده کړې ورکړل شوي او پاتې يې د نيمايي فیس په ورکولو سره فارغ شول.

له اریانا ننګرهار طبي انسټټيوټ څخه څلويښت تنه ښځينه د عالي قابله ګي په برخه کې او ۱۴۰ تنه ځوانان د فارمیسي، ټکنالوژۍ او نرسنګ په برخه کې د سیشنبې په ورځ له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغ شول.

د یاد انسټټيوټ عمومي رييس ډاکټر محمد اصف شرفزی وايي، هغه محصلین چې د فیس ورکولو وس يې نه وي دوی ورته په وړیا توګه زده کړې ورکوي.

(( د اریانا ننګرهار طبي انسټټيوټ د خپلو محصلینو لپاره مجهز روغتون لري چې په کمپيوټري او د نوي عصر په وسایلو سمبال دی او د معیارونو په رڼا کې محصلین فارغوي، تر څو زموږ د دې دردیدلي ملت د درد درمان شي. هغه خویندې ورونه چې بې بضاعته وي او توانمندي ونه ولري، موږ يې په وړیا توګه جذبوو.))

Jalalabad medical institute 2
Jalalabad medical institute 2

له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغ شوي ځوانان خوشاله و چې په نیمايي فیس يې زده کړې تر لاسه کړې، دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( حکیم الله کریمزی یم، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی. ما د ټکنالوژۍ په برخه کې په نیمايي فیس زده کړې وکړلې. زما په شان داسې ډېر ځوانان وو چې هغو لوړو زده کړو او یا نيمه زده کړو ته لاسرسی نه درلوده، د دغې ادارې له برکته هغوی وکولای شول چې نيمه زده کړې تر لاسه کړي او خپل ولس ته خدمت وکړي.))

(( نادیه احمدزۍ یم، زه د قابله ګي څخه فارغه شوم، له خپلو استادانو ډېره خوشاله یم، ځکه چې په هره برخه کې يې له زموږ سره ډېره مرسته کړې ده. ویاړم چې د خپلو خویندو او میندو ته د خدمت جوګه شوم.))

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب کاموال وویل، له شخصي انسټټيوټ نه فارغ شوي نجونې او هلکان کولای شي چې په دولتي او شخصي روغتونو کې دندې تر سره کړي.

(( زموږ ټول هغه خویندې او ورونه چې له شخصي انسټټيوټونو څخه فارغېږي، دولتي ازموینه يې ورکړي وي او سند په لاس ولري، موږ مکلف يو چې په ټولو دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې ورته د کار زمینه برابره کړو.))

Jalalabad medical institute 1
Jalalabad medical institute 1

د ياد انسټټيوټ چارواکي وايي د ننګرهار ولایتي شورا او د ځوانانو چارو امريت سره يې قراردادونه لاسلیک کړي چې له مخې يې ځينې محصلین په وړیا توګه او ځینو ته يې په نیمايي تحفیف د زده کړو چانس ورکوي.

XS
SM
MD
LG