د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهاري ډاکټرانو ته اسلام اباد کې روزنه ورکول کيږي


د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د پخته ورګو يا ګردو د روغتون د فعالیدو په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ۷۵ تنه ډاکټران د روزنې په خاطرد جنورۍ په څوارلسمه او پينځلسمه نيټه ليږي.

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې راتلوونکو دریو میاشتو کې به د پخته ورګو روغتون په عملي توګه د ناروغانو تداوي پيل کړي.

د پخته ورګو د روغتون د فعالېدو په موخه د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت مقام کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې پر والي سربېره په کې په جلال اباد کې د پاکستان سرپرست قونسل او هغو ډاکټرانو ګډون کړی و چې د ازادې سیالۍ له لارې سکالرشیپونو ته بريالي شوي ول.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به په جلال اباد کې د پخته ورګو په روغتون کې د ناروغانو تداوي پيل شي.

(( د پخته ورګو ملي روغتون چې په ننګرهار کې موقعیت لري، د هغې لپاره مو ۷۵ تنه پرسونل چې په هغې کې هم ډاکټران دي، هم تخنیکران او نرسان په کې شامل دي، ګاونډي هېواد پاکستان ته مو د هغه پروتوکول له مخې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ شوی و، د روزنې په خاطر د لنډ مهال او اوږد مهال لپاره وليږو. د دغه ډاکټر صاحبانو او روغتیايي پرسونل په راستنېدو به په راتلوونکو دريو مياشتو کې د افغانستان د ټولو خلکو پر مخ دغه روغتون پرانېزو او خدمات به ورته ارضه کېږي.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تمه څرګنده کړه چې اسلام اباد ته د روزنې په موخه د افغان ډاکټرانو ورتګ به د دواړو هېوادونو په دوستانه اړیکو مثبت اغېز وشيندي.

(( هیله مې دا ده چې ستاسو تګ به د افغانستان او پاکستان د دوستۍ په روابطو کې یو ښه بستر پیدا کړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک، لکه څنګه چې د تاريخ په اوږدو کې د يوه ملت په شان، د يوه قام په شان وو، دغه اړيکي به ستاسو په ورتګ نورې هم ټينګې او مزبوتي شي.))

په ننګرهار کې د پاکستان سرپرست قونسل وسیم خان د طبي وسایل د استعمال لپاره د ډاکټرانو او طبي پرسونل روزنه اړینه وګڼله.

(( ستاسو لپاره ټریننګ ځکه ضروري دی چې دا مشینري له بلډينګ نه درې چنده ګرانه ده. نو موږ ځکه غواړو چې تاسو ته ټریننګ درکړو او په ذمه دارو لاسونو کې دا مشینري ورکړو چې سبا ته له خرابېدو نه بچ پاتې شي.))

اسلام اباد ته د تلوونکو ډاکټرانو او طبي پرسونل د ډلې مشر ډاکټر سید لایق ژمنه وکړه چې تر روزنې وروسته به په پوره ایماندارۍ د خپلو هېوادوالو خدمت کوي.

(( موږ به په اسلام اباد کې د ټریننګ په جریان کې خپله ټوله پاملرنه خپلو زده کړو ته کوو او کله چې بېرته راستانه شوو، خپلو هېوادوالو ته به صادقانه خدمت کوو.))

په ۲۰۰۶میلادي کال کې د پاکستان په مرسته په ننګرهار کې د پخته ورګو يا ګردو د روغتون چارې پيل شوې چې په ۲۰۱۰ م کال يې ودانېزې چارې بشپړې شوې و خو د څه وجوهاتوله امله په کې عملي کارونه ځنډلي وو. د روغتیا چارواکي وايي چې د پاکستان په مالي مرسته ورته د شپږ ميلیونو امریکايي ډالرو وسایل اخیستل شوي چې د يوې میاشتې په دوران کې به په روغتون کې ولګول شي او په دریو میاشتو کې به په روغتون کې د پخته ورګو عملي تداوي پيل شي.

XS
SM
MD
LG