اوریدونکو د اقلیتونو لپاره پدی ځانګړی خپرونه کې دا اونۍ په پاکستان کې د مذهبي عدم برداشت ، د اقلیتونو پر ضد تشدد او له دوې سره د ټولنې چلند په اړه خبري شوې دي.
اقلیتونه وايي، له هنده د پاکستان بیلیدو ورسته په لومړیو کالونو کې د دوې لپاره حالات ډير ښه وو . دو ې زیاتوي، د مختلفو مذهبونو د خلکو تر منځ اړیکې ډیرې نزدي وي او د یو بل د کلتور او مذهب قدر به کیده خو په ۱۹۷۸ م کال کې د جنرل ضیا الحق په وخت کې د اقلیتونو لپاره حالات بدل او سخت شول.