د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزيرستان ځيني خلک د پوځ له سلوکه شکايت کوي


د جنوبي وزیرستان ځيني اوسېدونکي وايي د پاکستان امنیتي ځواکونه او پولیټکل انتظامیه ډېر سخت چلن ورسره کوي. د دې ځای ځينو خلکو مشال ريډيو ته وويل چې پوځ پر چيک پوسټونو خلک ډير په تکليفوي او نيول شوي کسان شکنجه کيږي.

دا شکایتونه د پاکستاني پوځ تر راه نجات نومي عملیاتو وروسته د جنوبي وزیرستان بېلا بېلو سیمو ته ستنو شوو خلکو مشال راډیو ته وکړل.

د یادې سیمې يو اوسېدونکي منظور مسود وویل: ((اول مو د کډوالۍ سخت ژوند وکړ. اوس چې د حکومت په غوښتنه بېرته راغلو نو دلته د پوځ د لاسه ډير په عذاب يو. دلته ځوانان په يوه او بل نامه تر نېول کېدو وروسته شکنجه کيږي. بل په ډيرو ځايونو کې لا هم په زمکه کې ښخ شوي ماينونه نه دي ويستل شوي چې ډير خلک يې معذوره او معيوبه کړې دي.))

پوځ مو پر چيک پوسټونو ډير په عذابوي. موږ سره داسې رويه کيږي لکه نه چې د وزيرستان يو او نه د پاکستان! داسې ظلم نه په کشمير کې کيږي او نه هم فلسطين کې.

د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې د ضرب عضب عمليات وکړل. چارواکي وايي دې عملياتو کې يې په کاميابۍ سره وسله وال ځپلې دي. خو د دې کاروايانو او جګړو له وجې ډير خلک په کډه کولو هم مجبوره شول. دوی کې ځينې يې ډېر واپس شوي خو وايي چې نه ورته بنيادي سهولتونه برابر شوي او نه هم ورسره امنيتي ځواکونه سم سلوک کوي.

د جنوبي وزيرستان يو بل اوسيدونکی محمد ادريس له چيک پوسټونو شکايت کوي. هغه زياتوي: ((پوځ مو پر چيک پوسټونو ډير په عذابوي. موږ سره داسې رويه کيږي لکه نه چې د وزيرستان يو او نه د پاکستان! داسې ظلم نه په کشمير کې کيږي او نه هم فلسطين کې.))

د جنوبي وزيرستان خلکو څه موده مخکې په دې اړه احتجاج هم کړی وو. دوی وايي چې شناختي کارډونه يې هم بند شوي دي.

زاهد خان نن مشال ريډيو ته وويل: ((موږ شناختي کارډونه لرو خو له يو ځای څخه بل ځای ته نه شو تللی.))

په همدې حال کې د جنوبي وزیرستان مرستیال پولیټکل افسر محمد شعېب هلته د ماینونو د شتون خبره رد کړه خو پر امنیتي پوستو یې د تلاشۍ عمل د خلکو د امنیت لپاره وباله او وي ويل پوځ د امنيت ساتلو لپاره پر چيک پوسټونو تالاشي سخته کړې ده.

د وزيرستان خلک خپلو سيمو ته ستنېدل غواړي (ويډيو)

“وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

XS
SM
MD
LG