د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښېوې پېښې په تړاو کسان ونیول شول


هغه ملا ونیول شو چې د دوو خونیدو نکاح یې تړلې وه
هغه ملا ونیول شو چې د دوو خونیدو نکاح یې تړلې وه

څو ورځې وړاندې په رسنیو کې د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ يوې نجلۍ دعوه کړې وه چې خاوند پرې د واده په اوله شپه تور ولګاوه چې ګنې پېغلتوب يې نه دی ساتلی او په بدل کې يې د هغېکشره خور راوستله او نکاح يې ورسره وتړله.

د دغه خبر تر خپرېدو وروسته د افغانستان ولسمشر د کورنيو چارو وزارت یو پلاوی ننګرهار ته ولېږلو او له دغې قیضې سره تړلي پینځه تنه یې ونیول چې اوس تر پوښتنو لاندې دي.

د افغان ولسمشر په حکم ننګرهار ته د ورغلي پلاوي مشري د افغانستانکورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پرضد مبارزي لوی رییس سید عبدالغفار سید زاده کوي.

د کابل پلاوی
د کابل پلاوی


د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال یوې خبري غونډې ته وویل: له کابله د ورغلي پلاوي او ولسي مشرانو په ګډه همکارۍ دوی وتوانیدل چې په پېښه کې ښکېل کسان ونیسي.

​له کابله د ورغلي پلوي مشر ستر جنرال سید عبدالغفار سید زاده وویل، په دغه قضیه کې چې هر چا غیر مسوولانه لاسوهنه کړې ده، هغوی به هم ونیسي او څارنوالي ته به يې د پلټنو لپاره ولېږي.

مرحبا
مرحبا

بلخوا د نادرخان دویمه لور مرحبا وايي چې له دې سره هېڅ زور زیاتی نه دی شوی او په خپله خوښه يې نکاح تړل شوې ده.

'زه اوس غواړم چې له ولایت خان سره ښه په خوشالۍ ژوند تېر کړم. تر درو ورځو پورې هېڅ خبره نه وه، پس له درو ورځو چې خلکو پکې لاسوهنه وکړه، خبره خرابه شوه."

نادر خان
نادر خان


خو نادرخان د مشال راډيو افغان څانګې ته په يوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې لور يې د ډېرو ګواښونو له امله حق ویلو ته نه پرېښودل کېږي.

"دا د هغوی تر اغېز لاندې ده، دا دیارلس کلنه ماشومه ده. زما په مشرۍ لور مروا کې هم د ذرې هومره نقصان نه و، هغه یې راباندې تاوان کړه او دا يې يوړه، یوه لور يې را-نه ماښام یوړه، بله يې را-نه چرګبانګ یوړه، د دوو خویندو نکاح يې له یوه کس سره وتړله، خدای رام راغلو شل پينځه ویشت تنه وسله وال ورسره وو، زما لور یې یوړه، خدای رام د ګل کریم سکرتر دی. دا باید ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي."

په دغه قیضه کې د مولوي عبدالرحمن په نوم يو تن هم نیول شوی. نوموړي د نادرخان د دویمې لور مرحبا نکاح له ولایت خان سره تړلې وه. دی وايي چې ده ته ویل شوي ول چې مرحبا د مروا خور نه بلکې د تره لور ده.

"ما ته دې خلکو دا اقرار وکړو چې دا يې د تره لور ده. بیا مې دې تره ته وویل چې ستا دا وریره په خپله خوښه راوستل شوې او که په زور سره، بیا مې د هلک له پلار نه دا پوښتنه وکړه، خو د دواړو له طرف نه ما ته داسې د رضایت انګيزه وښودل شوه. په دې مجلس کې دا معلومات ما ته چا رانه کړل چې مرحبا د مروا خور ده. خو درې ورځې وروسته ما ته وویل شول چې دا خو دواړه خورګانې وې تا ته دوکه درکړل شوې ده."


چارواکي وايي چې یاده پيښه د د میزان د میاشتې په دیرشمه نیټه رامنځته شوې وه. نو فریقنو غوښتل چې د موضوع د جرګې له لارې حل کړي خو کله چې د نادرخان کورنۍ ولایت مقام ته عارضه شوه، حکومت هم د متهمینو نیولو لاس پورې کړ چې اوس په کې پينځه تنه اصلي عاملین نیول شوي او له دغه موضوع چې چا ناوړه استفاده کول غوښتل، هغوی به هم ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG