د کډوالو نړیواله ورځ په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې ولمانځل شوه چې دغه ولایت ته راستانه شوي کډوال د سرپناه د ستونزې ترڅنګ نورې ګڼې ستونزې هم لري.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر له پاکستان څخه د راستنو شويو کډوالو ستونزو ته په کتو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې راستنو شويو افغان کډوالو ته دې د سرپناه تر څنګ د کار زمینه هم برابره شي. نوموړي زیاته کړه:
« کوم مهاجرین چې له پاکستان څخه راځي، اتیا سلنه يې په ننګرهار کې پاتې کيږي. حکومت ادعا کوي چې هرې کورنۍ ته سر پنت ورکوي، کوټې ورته جوړوي. موږ له حکومت نه غواړو چې هرې کورنۍ ته د کار زمینه برابره شي، هرې کورنۍ ته د کور لپاره يوه نومره ځمکه ورکړل شي، مخکې هم ښارګوټي غصب شوي او که چيرې د کډوالو لپاره دا نوی ښارګوټی هم د غاصبینو لاسونو ته ورشي، نو ډیره غټه ستونزه به رامنځته کړي.»
د ننګرهار د کډوالو د ښځو د شورا مشره کلثوم وايي چې د تېرو دولسو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د کډوالو ښارګوټي جوړ شوي هم لا هم د بینادي سهولتونو څخه بې برخې دي.
« زموږ ګڼو خویندو د ولادت پر وخت پر ژوند له لاسه ورکړی، دا په دې مانا چې موږ په شیخ مصري ښارګوټي کې مجهز کلینیک نه لرو، زه که د شیخ مصري مثال ورکوم دا په دې مانا چې په کومو کمپونو کې چې راستانه شوي کډوال میشت دي، د ټولو همدا حال دی، هغه که د چمتلې ښارګوټی دی، که بر شیخ مصري دی، که وچ تنګی دی، که حصارشاهي دی او که ثمرخیل دي، د ټولو کډوالو همدا حال دی خو زما نوي مهاجرین چې راستانه شي، دوی ته باید د زده کړو زمینه برابره شي، په ځانګړې توګه خویندو ته.»
په دې وروستيو شپږو میاشتو کې ننګرهار له پاکستان څخه په لسګونه زره افغان کډوال راستانه شول، خو لا هم ورته د سرپناه بندوست نه دی شوی. خو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین انجینر احمد ولي حکیمي وايي چې د دوی وزارت په ننګرهار کې راستنو شويو افغان کډوالو ته د میشتیدنې لپاره دوه ښارګوټي په پلان کې لري چې ډیر ژر به پرې عملي کار پيل شي.
« موږ په ننګرهار کې دیرش زره کورنيو ته، په دوو نویو ښارګوټو کې د نومرو امکانات لرو، چې ځمکه ورکړو او دوی پرې ځانونو ته کورونه جوړ کړي، موږ له کابل او ننګرهار نه پرته په ټولو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ښارګوټو ځمکه لرو، انشاالله په کابل او ننګرهار کې به هم دا زمینه برابروو او په نږدې ورځو کې به دا ستونزه حل کړو.»
په افغانستان کې د کډوالو د نړیوالې ادارې UNHCR استازي وايي چې په ۲۰۱۶ میلادي کې له پاکستان، ایران او یو شمير اروپايي هیوادونو څخه تر يو ميلیون پورې افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي چې شپږ سوه شپیته زره تنو په کې د کډوالۍ اسناد يې نه درلودل.
د ملګرو ملتونو ادارې په دوه زرم میلادي کال د دسمبر اتلسمه نيټه د کډوالو نړیواله ورځ ونوموله چې له هغې راهيسې هر کال په نړیواله کچه لمانځل کيږي.
په غونډه کې د ننګرهار تیاتر لوبغاړو د یوې راستنې شوې کورنې ستونزې په يوې تمثیلې پارچه کې نندارې ته وړاندې کړې چې د کتونکو پام يې ورواړاوه.