د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ د افغان کډوالو ځورول جرم بولو. اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزی

په پاکستان کې افغان کډوال دا حق لري چې لکه د نورو هېوادونو ورته په دې هېواد کې د وخت تېرولو لپاره قانوني اسناد ورکړل شي ځکه چې هغوی په خپله خوښه يا په غېرقانوني توګه نه دي راغلي بلکې د نړيوال قانون تر سیوري لاندې دلته ژوند کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزی وايي چې په پاکستان کې پښتانه لکه د نورو قامونو حقونه لري او دوي په رياستي کچ د برابرۍ په بنياد د حقونو غوښتنه کوي، د پاکستان شناختي کارډ جوړولو ادارې نادرا په اړه یې وویل چې بې له ثبوته پښتانه تنګوي او دا یې یو ناروا عمل وباله.

د افغانستان تر ثور انقلاب وړاندې راغلي افغانان حق لري چې د پاکستان تابعيت/ شهريت ولري
اڅکزی

په کراچۍ کې د مشال راډيو له خبریال محمد عمران سره په یوه ځانګړې مرکه کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرکزي مشر محمودخان اڅکزي وويل چې په افغانستان کې په ۸۰مه لسیزه کې د راپورته شوي کړکېچ او جنګ جګړو په ترڅ کې په لاکونو افغان کډوال پاکستان ته راغلل يا راوستل شول.هغوی دا حق لري چې لکه د نورو هېوادونو ورته په دې هېواد کې د وخت تېرولو لپاره قانوني اسناد ورکړل شي ځکه چې هغوی په خپله خوښه يا په غېرقانوني توګه نه دي راغلي بلکې د نړيوال قانون تر سیوري لاندې دلته ژوند کوي.

اڅکزي وویل د دوی ګوند کله هم په درغلۍ يا په دوکه د دغه کډوالو لپاره د تابعيت او شناختي کارډ جوړولو مرسته نه کوي خو کوم خلک چې د افغانستان ثور انقلاب نه وړاندې راغلي دی هغوی حق لري چې تابعيت/ شهريت ورته ورکړل شي اوس که پاکستاني ادارې دغه خلک يا عام ولس يواځې په دې نامه تنګوي او شناختي کارډونه ترې اخلي چې دوی افغانان دي دا زياتی کوي.

د يو چا کارډ په زوره بندول، اخیستل يا شلول او بيا دا ورته ویل چې ته افغانی يی۔ دا شهريت چېلنجول دي چې په نړيواله کچه جبر او جرم دی.
اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر وویل چې په پاکستان کې هم خلک د دوو ملکونو تابعيت لري نو بيا ولې د پاکستان او افغانستان تابعیت په يو وخت نه شي کېدلی، که داسې نه کېږي نو بايد افغان کډوالو ته يو کارډ ورکړل شي او ټولې ادارې دې ته مجبوره کړل شي چې د دغه کارډ ارزښت او حیثيت ومني که هغه پوځي وي او که د پوليسو ادارې.

نوموړي وویل که د کومو ادارو پر چا شک وي چې په درواغو يا دوکه يې کارډونه جوړ کړي نو د هغې لپاره دې پلټنې وشي خو دوی کله هم دا نه مني چې د يو چا کارډ په زوره بند کړل شي، واخیستل شي يا وشلول شي او بيا ورته وايي چې ته افغانی يی۔ دا شهريت چېلنجول دي چې په نړيواله کچه جبر او جرم دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره د مشال راډیو خبریال محمد عمران مرکه کړې
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره د مشال راډیو خبریال محمد عمران مرکه کړې

د اڅکزي په وینا ګوند یې د هر قام لپاره پر خپلو وسايلو د هغوی واک غواړي ځکه چې په یو سيمه کې پر شته وسايلو وړومبی واک هم د ځايي خلکو دی او که داسې نه شي نو کله هم يو هېواد مخ پر وړاندې نه شي تللی او د دې لپاره دوی اوس غوښتنه کوي چې لکه څنګه د سينديانو، پنجابيانو او بلوڅانو اسمبلۍ دي دغه رنګ دې د پښتنو هم يوه ګډه اسمبلۍ او صوبه جوړه کړل شي.

“موږ د قام په حیثيت دا حق لرو چې موږ په پاکستان کې د پښتنو خپله صوبه او د هغې اسمبلۍ ولرو او د دې هېواد ټولو اوسېدونکيو ته به ایيني ضمانت/ګارنټي ورکوي که څوک دا هېواد چلول غواړي.’’

په کراچۍ کې ویل کېږي چې څلوېښت، پنځوست يا اويا لکه پښتانه ژوند کوي خو دلته د پښتنو نمایندګي نشته ولې؟

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زياته کړه چې دوی په پاکستان کې میشت هر قام ته په يو نظر ګوري او کله هم د ژبې، عقيدې، جامې يا مسلک په نامه په توپير يقين نه لري او غواړي چې په کوم نظر نورو قامونو ته کتل کېږي په هم هغه نظر دې پښتنو ته هم وکتل شي.

نوموړي ووېل چې دوی په ټاکنو کې د شفافيت مرستيال دي او که د دې هېواد پرمختګ دې ته اړتيا لري چې په سمه توګه بې له درغليو انتخابي عمل ته وده ورکړل شي.

''په انتخابي عمل کې د هيڅ يو چا د مداخلت مرسته نه کوو که هغه ايجنسۍ وي او که څوک پېسې کاروي، د ټولو مخالفت کوو، ولس چې هر څوک وټاکي هغه به صحيح نماینده بلل کېږي او پارلېمان به د طاقت سرچينه بلل کېږي ، هم دغه پارلېمان به خارجه او داخله پاليسي جوړوي، دلته به بيا هېڅوک تاوان نه شي رسولی، او که څوک تجربې کوي نو زوړ تاريخ موږ ته ښکاره دی.''

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرکزي مشر زياته کړه چې اتلسم ترميم صوبو ته خودمختاري (خپلواک) ورکړی خو عملي شوی نه دی ځکه چې که نن وکتل شي نو پښتون وطن په نعمتونو ډک وطن دی خو قام يې نهر دی۔ دا نهروالي قدرتي نه بلکې سياسي يا د قبضه ګرۍ سياست دی.

''موږ خیرات نه غواړو، د پاکستان ایين شپږ لاکه وګړو ته د قامي او صوبايي اسمبلۍ نمائندګي ورکوي خو په کراچۍ کې ویل کېږي چې څلوېښت، پنځوست يا اويا لکه پښتانه ژوند کوي خو دلته د پښتنو نمایندګي نشته ولې؟''

د محمود خان اڅکزي په وینا چې هر څه د خپلوۍ او انصاف په بنياد غواړو۔ که څوک پښتون وژني نو مړ دې کړي خو په دې نه چې سيالي غواړي، که څوک مجرم دی، غلا کوي، دهشتګردي کوي بې شکه دې ووژل شي خو دې خبرې منلو ته کله هم تيار نه دي چې پښتون سيالي غواړي او هم د دې له کبله هغه وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG