د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقسوال د سیشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: د دوی پولیسو په بیلابیلو پيښو کې په سلګونه کیلو ګرامه خام چرس او د کروړونو افغانيو په ارزښت قیمتي ډبرې نیولي دي. نوموړي وویل:
(( پوليسو د بټي کوټ ولسوالۍ د شینواري کلا په سیمه کې په یوه عراده لارۍ موټر کې ۵۱۰ کیلو ګرامه چرس چې په ډیر مهارت سره يې د شګو لاندې ځای په ځای کړي وو، او غوښتل يې چې غني خیلو ولسوالۍ ته يې انتقال کړي، کشف او تر لاسه کړي دي.))
دی وايي چې پوليسو د بهسودو پله کې د تالاشۍ پر مهال د کرړونو روپو په ارزښت قیمتي کاڼي له په یوه موټر کې د دوه تنو سره نیولي دي.
(( پولیسو د بهسودو پل په ساحه کې په يوه ډاډسن موټر کې ۲۷ پاکټه قیمتي ډبرې چې د بیروچو په نامه یاديږي، کسف کړي او په تور يې دوه نفر نیول شوي چې فعلاً د جنايي جرمونو په مدیریت تر پوښتنو او ګرویګنو لاندې دي. ))
مشرقسوال زیاتوي چې امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیریت کارمندانو په تيره یوه میاشت کې پر ۱۲۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو سربيره شپږه اویا تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي او څارنوالۍ ته يې ورپيژندلي دي.