د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په لوېدلې الوتکه کې سپاره ۴۸ کسان ټول وژل شوي


د الوتکې د لوېدو ځای
د الوتکې د لوېدو ځای

د پي آی اې مشر اعظم سهګل بېګا په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې انساني تېروتنه نشي کېدای بلکې د ده په وینا د الوتکې یوې انجنې کار پرېښی وو.


اسلام اباد: د پاکستان قامي هوایي کمپنۍ – پي آی اې – چارواکي وايي ، په لوېدلې الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا ، په دې الوتکه کې ټول ۴۸ کسان وو چې ۴۲ پکې مسافر ، پنځه د الوتکې کارکوونکي او یو د پي آی اې انجنیر وو.

د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې د ایوب مېډیکل کمپلکس د انتظامیې ډپټي ډارېکټر جمیل اکبر نن مشال راډیو ته وویل چې د پنځو کسانو پېژندګلوي شوې ده او د نورو کسانو شناخت به له ډې این دې وروسته په ډاګه شي.

هغه وویل ، د ځینو کسانو په جېبونو کې اسناد وو او د یوه کس د موبایل د سیم کارډ له لارې د هغه پېژندګلوي شوې ده.

د پي آی اې مشر اعظم سهګل بېګا په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې انساني تېروتنه نشي کېدای بلکې د ده په وینا د الوتکې یوې انجنې کار پرېښی وو.

هغه وویل چې دا الوتکه په ۲۰۰۷م کال کې جوړه شوې وه او له هم هغه کاله د دوی په کمپنۍ کې شامله کړل شوې وه.

اعظم سهګلوویل چې د دې پېښې به په منظمه توګه پلټنې کېږي او له هغه وروسته به دوی د ویلو جوګه شي چې د دې پېښې لامل څه وو.

دا له هغه وروسته ده چې یاده الوتکه د چارشنبې په ماسپښین د خیبر پښتونخوا له چتراله اسلام اباد ته روانه وه چې د حوېلیا په سیمه کې ولوېده.

په الوتکه کې چې کوم کسان سپاره وو په هغوی کې ۳۱ نارینه ، نهه مېرمنې او دوه ماشومان وو. په نارینه کسانو کې درې بهرنیان هم شامل وو.

د یادونې وړ ده چې په دې پېښه کې جنېد جمشېد هم له خپلې مېرمنې سره وژل شوی دی. نوموړی د پاکستان نومیالی سندرغاړی وو خو په دې وروستیو کلونو کې یې تبلیغ ته مخه کړې وه.

د دې پېښې عکسونه

XS
SM
MD
LG