د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند: د ملک درا خان د مرګ په تړاو ګڼ کسان نیول شوي


د مومندو ايجنسۍ پوليټېکل چارواکو مشال راډيو ته وويل چې د اتوار ورځ د ساپو تحصيل په چنارۍ سيمه کې پر ملک درا خان د خپل کور مخې ته ښخ باروت وچاودېدل.

په مومندو ايجنسۍ کې یو قبايلي ملک او د امن کمېټۍ پخوانی مشر درا خان په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی. بلخوا چارواکي وايي له پېښې سره په تړاو يې لسګونه مشکوکه کسان په اجتماعي زمه وارۍ کې نيولي دي.

چارواکي وايي امنيتيو ځواکونو یې پېښې سره په تړاو څه باندې پنځوس مشکوکه کسان نيولي دي خو د مومندو ايجنسۍ يو قبايلي مشر ملک فردوس خان ساپي د ګل په ورځ مشال راډيو ته وويل چې نيول شوي ټول کسان بې ګناه دي.

د ملک درا خان د وژنې زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار منلې.

XS
SM
MD
LG