په کابل کې د امریکا سفیر وايي د هېواد نوی ولسمشر به یې له افغانستان سره کړیو اوږد مهاله وعدو ته ژمن پاته شي.
مایکل مککینلې د نومبر په ۹مه نېټه په کابل کې خبریالانو ته وویل د امریکا دواړه ګوندونه د افغانستان په اړه یوشان نظر لري.
ښاغلی مککینلې وايي امریکا او نړیوالې ټولنې هغه ژمنې چې د وارسا او بروکسل په غونډو کې یې له افغانستان سره کړې هغه به عملي کوي.
د نومبر په ۸مه نېټه په امریکا کې د ولسمشري لپاره ترسره شوې ټاکنې د ریپلیکنو کاندید ډونالډ ټرمپ وګټلې چې د ډیموکراټانو خپل انتخاباتي سیال هیلري کلنټن ته په ماتې ورکولو سره د دغه هېواد ۴۵ ولسمشر غوره شو.