د لاسرسي ځای

تازه خبر

استاذ خیال محمد ته درناوی


استاذ خیال محمد
استاذ خیال محمد

د مجلې دا ګڼه مو د پښتو موسیقۍ د غزل د شهنشا استاذ خیال محمد ژوند او فن ته ځانګړې کړې ده.

د پښتو ویکیپیډیا د معلوماتو له مخې استاذ خیال محمد په ۱۹۴۶ کال کې په پېښور کې زوکړی خو مشران یې د خیبر ایجنسۍ سره تړاو لري. په کورنۍ کې یې تر ده وړاندې هم ځینو کسانو ددې فن سره پاللې ده. د دوی پلار سپین ګل او ورور یې سیف الملوک هم د موسیقۍ خدمتونه کړي دي.

استاذ خیال په ۱۹۵۸ کال کې د پېښور راډیو ته د خپل ورور سره لاړ او هلته ورباندې پروډیوسر رشید علي دهقان ( زما د ښکلې ځوانۍ بیا نوی دوران دی) سندره وویله. له هغې تر دغې د استاذ خیال هنري خدمتونه د خلکو په وړاندې دي.

د پاکستان حکومت استاذ خیال محمد ته د ښه کارکردګۍ صدارتي ایوارډ ورکړی او په ولسي کچه هم د لر او بر پښتنو ستایلی دی.

په پېښور کې یو شمېر مدني فعالانو، خبریالانو ، لیکوالو او شاعرانو پتیلې ده چې د استاذ خیال محمد اونۍ ولمانځي چې په ترڅ کې به یې د لر او بر پوهان د خیال محمد په ژوند او فن رڼا واچوي.

خبریال میا فاروق فراق وايي دوی به د پېښور، کوټې، کراچۍ او افغانستان د لیکوالو، شاعرانو او فرهنګي شخصیتونو په موجودګۍ کې د اکتوبر په ۲۴ مه به د ځینو حکومتي چارواکو په وړاندې د پېښور په نشترهال کې د استاذ خیال محمد تاجپوشي کوي.

پېژندل شوی هنرمند بختیار خټک وايي استاذ خیال محمد د خپل فن له برکته د لر او بر په پښتنو یوشان ګران دی. نوموړی وايي دا هرڅه په اسانه یو څوک نه شي ترلاسه کولی، ددې ترشا د استاذ خیال محمد لسګونه کلونه محنت او کړاوونه پراته دي.

بختیار خټک وړاندې وايي، استاذخیال محمد د پښتو غزل په یو داسې ډګر ودرولو چې ساری یې نه لیدل کېږي. دی په دې خبره هم خوشاله دی چې پېښور کې یو شمېر ځوانان راپاڅیږي او خپل ژوندي اتلان ستايي او د پښتنو باره کې مشهوره هغه خبره غلطه ثابتوي چې ګواکې دوی کې بد مړي او ښه ژوندي نشته.

استاذ خیال محمد که څه هم د غزل ویلو لپاره لوی نوم ګڼل کېږي، خو د بنو سیمې سره تړاو لرونکی لیکوال او شاعر غازي سیال چې د استاذ خیال سره یې له نږدې ناسته پاسته کړې ده وايي چې نوموړي د غزلو ترڅنګ ښې سندرې هم ویلې دي.

غازي سیال دا هم راته وویل چې استاذ خیال محمد د فلمونو لپاره چې د ګلناربیګم او نورو ښځینه سندرغاړو سره کومې سندرې ویلي هغه هم ډېرې مشهورې شوې دي.

سندرغاړی نعیم طوری وايي، استاذ خیال دده او د نورو ځوانو هنرمندانو پالنه کړې ده، پر ځوانو هنرمندانو یې تل شفقت کړی او د هغوی ډاډ‌ګیرنه يې کړې ده. نو دا چې ځوانان اوس د خیال اونۍ لمانځي دا د خوشالۍ خبره ده.

نعیم طوری وايي پکار ده د خیال د اونۍ لمانځلو پر مهال چې کومې مقالې اورول کېږي، هغه دې په کتابي بڼه چاپ کړای شي او د نوموړي سره دې د مرستې لپاره عملي ګامونه هم پورته کړل شي.

هنرمند نعیم طوری وايي د استاذ خیال محمد زامن هم د پښتو موسیقۍ خدمت کوي او پشتانه به له هغو هم تمه لري چې د پلار په پل پل کېږدي.

همدارنګه غازي سیال هم په دې نظر دی چې پښتانه به استاذ خیال هېڅکله هېر نه کړي.

مشال مجله / د استاذخیال محمد ژوند او کار ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG