د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: په جنګ ځپلو کورنیو مرستې وویشل شوې


په لغمان ولایت کېد يو اين ماکانړیوالې ادارې او د دغه ولایت د اضطرار د کمیټې له اړخه په لسګونو جنګ ځپلو او د طبعې پېښو له امله زیانمنو شويو کورنیو سرهد چارشنبې په ورځ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د لغنان د ولایتي ادارې په هڅو د یو، این، ماکا نړیوالې موسسې په مرسته د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د دولت مخالفینو له لوري په جنګونو او د طبعي پېښو له امله پر زیانمنو شویو کورنیو دیرش قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو وویشل شوې.

په دې اړه د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( د لغمان په مرکز او ولسواليو کې په يو شمير هغو کورنيو چې د مخالف وسله والو په جنګونو او یا هم د طبعي پېښو له امله زیانمنې شوې، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د والي عبدالجبار نعيمي په لاسونو وویشل شوه. دغه مرسته د يو این ماکا او همدا رنګه د لغمان ولایت د اضطرار کمېټې له لورې چمتو شوې وه.))

يو تن چې د جنګونو له امله يې کورنۍ زیانمنه شوې وه او له مرستو برخمن شوی و، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:


(( يو څه موده مخکې د لغمان په پړوايي او منګو په سيمه کې د دولت په پوستو باندې وسله والو ډله ييز برید کړی و چې زموږ په کور کې هم د هوان يوه مرمۍ لګيدلې وه چې زما نیکه يې په کې په شهادت رسیدلی و او زموږ د کور يوه ښځه په کې ټپي شوې وه. د دغه موسسې او ولایتي ادارې نه موږ خوښ يو چې مرستې يې راسره وکړې او خدای دې وکړي چې د مرستو دا پروګرام همداسې پر مخ بوزي ځکه چې زموږ ټول ولس ډېر غریب دی.))


لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مرستو د ویش پرمهال د یو ان مکه همکاري موسسې د پرلپسې بشري او هر اړخیزو مرستو څخه د مننې ترڅنګ له دوی وغوښتل چې په لغمان کې د بې وزلو، زیانمنو، بې کوره شویو، یتیمانو او اړمنو سره خپلې هراړخیزې بشري مرستې لازیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG