د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې جولي بيشپ هم تاييد کړې چې د اسټراليا دغه خيريه کارکوونکې په خوندي توګه خوشې کړاى شوه. هغې په دې لړ کې مرسته کوونکو افغان چارواکو هم مننه کړې خو د جېن ویلسن د خوشي کېدو د څرنګوالي په اړه يې نور وضاحت نه دی ورکړی.
ویلسن د اپرېل مياشتې په وروستيو کې د ننګرهار ولايت له مرکز جلال اباد څخه تښتول شوې وه.
د يو بل خبر تر مخه د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې نن سهار شاوخوا درې بجې د چپرهار ولسوالۍ په سپین جومات او شین کندي سيمو کېد کورنيو ځواکونو د هوايي او ځمکني بريدونو په ترڅ کې ۷۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۷ تنه يې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته نن وویل چې دې عملياتو کې د وسله والو مرکزونه په نښه شوي دي.
بلخوا طالبانو رسنيوو ته ليږلې ايميل کې يوازې د خپلو پنځوو کسانو د وژنې تاييد کړی دی.