د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ختيځو ولايتونو قومي مشران: د ولس اصلي استازي موږ يو


د ختيځو ولايتونو قومي مشران
د ختيځو ولايتونو قومي مشران

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د څلويښتو قومي شوراګانو استازو نن جلال اباد کې په يوه غونډه کې هغه شوراګانې يې وغندلي چې په مرکز کابل کې د ختيځو ولایتونو د شوراګانو په نوم غونډې جوړوي.

څه موده وړاندې په کابل کې د ختيځو ولايتونو په نامه يوه قومي شورا اعلان شوې وه چې نن په جلال اباد کې قومي مشرانو وغندله. دا سلګونه قومي مشران نن ننګرهار کې د قبايلو او سرحدونو چارو رياست کې راغونډ شوي وو.

د مومندو يو قومي شورا مشر حاجي جهانزیب مومند په خپلو خبرو کې وویل، د ننګرهار ولس له سختو کړاونو سره مخ دی خو کابل میشتې شوراګانې خپل سياست کوي. هغه زياته کړه: (( د دې پر ځای چې د ختيځو ولایتونو شورا دلته اعلان شي، په کابل کې اعلان شوه. دوی به د قومونو نمایندګي څنګه وکړای شي؟ په موږ باندې چې کوم مشکل په ننګرهار کې دی د هغه په اړه به کابل کې جوړه شوې د ختيځو ولایتونو شورا څنګه او څه وکړي.))

دي قومي مشرانو ويل چې کابل کې جوړې شوراګانې د لوړپوړو چارواکو سره ويني او په دې نامه امتيازات اخلي. د دوی په خبره دغه شوراګانې د خلکو استازي نه دي نو ځکه بايد فعاليت ونه لري.​

د خوګياڼو د قومي شورا ویاند ډاکټر فاروق ریسخیل وویل: ((په دې خاطر راټول شوي یو چې موږ غواړو د ولسواکۍ په اساس دې منتخبې شوراګانې جوړې شي. موږ هغه شوراګانې منو چې منتخبې وي او تر شاه يې ولس ولاړ وي. په خپل سر جوړې شوي شوراګانې نه منو.))

د غونډې يوه برخه
د غونډې يوه برخه

د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو دې قومي سپين ږيرو ويل چې کومې شوراګانې کابل کې دي هغه د ولس سره د مشورې پرته د چارواکو سره غونډې او ملاقاتونه کوي چې د خلکو د ستونزې ورسره نه حل کيږي.

په ننګرهار کې د ګوجرو د شورا مشر حضرت رحمان ګوجر وویل: ((موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو چې د مشرقي ولایتونو په سر په مرکز کې سودا وکړي. په مرکز کې څو کسه راټول شي او د مشرقي ولایتونو په نوم شوراګانې جوړوي. هغوی دې دلته راشي، ولسونه دې راټول کړي او شورا دې ترینه جوړه کړي.))

په غونډه کې پريکړه وشوه چې که په کابل کې د ختيځو ولایتونو په نوم شوراګانې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي،دوی به يې پر ضد پراخه لاریونونه وکړي.

XS
SM
MD
LG