په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویانده دنیا اسلم خان وايي افغانستان ته په خپله خوښه ستنېدونکیو کډوالو سره د پخوا په پرتله په زیاته اندازه مرستې کېږي، خو یوازې هغه کډوال دغه مرستې تر لاسه کولی شي چې په پاکستان کې د اوسیدو لپاره ورسره د مهاجرت ځانګړي کارتونه موجود وي.
له دنیا اسلم خان سره د مشال خبریال احمدالله ویډیويي مرکه کړې چې دلته یې کتلی شئ.