د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن ګوندونو د کوټې بريد د استخباراتو ناکامي وبلله


Pakistan -- A doctor treats an injured lawyer at the scene of a bomb blast in restive Quetta, August 8, 2016
Pakistan -- A doctor treats an injured lawyer at the scene of a bomb blast in restive Quetta, August 8, 2016

د اګست پر اتمه په کوټه کې له یوه ځانوژونکي بم بريده د وژل شويو وکيلانو د فاتحې لړۍ لا هم دوام لري او د پاکستان له مرکز اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو څخه سياسي مشران د هغوى له کورنيو سره خواخوږۍ ته ورځي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د پيپلز ګوند مشرانو، د اپوزیشن غړيو او د پاکستان بشري حقونو يوې مشرې پرون په کوټه کې د وژل شويو وکيلانو تر فاتحې وروسته رسنيو ته ويلي چې پر وکيلانو ځانوژونکى بريد د پاکستان امنيتي ادارو د ناکامۍ او د کورنيو چارو وزارت د غفلت له امله شوى. د دوی په خبره امنیتي ادارو د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې له مخې ګامونه وانه خيستل چې يونيم کال وړاندې د ټولو ګوندونو په خوښه جوړه شوې وه.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر خورشيد شاه هم د قامي اسبملۍ او سېنېټ له ځینو نورو غړيو سره کوټې ته ورغلی او د پنجشنبې په ورځ يې د کوټې په های کورټ (اعلى محکمه) کې له رسنيو سره په خبرو کې د کوټې لوی سرکاري روغتون کې د ځانوژونکي بريد پړه پر امنيتي ادارو ور واچوله او ويې ويل چې که ترهګري ونه ځپل شي، نو دا به د مملکت ادارې کمزورې کړي او ولس ته به يې زيان ورسېږي:

"يقيناً دا زموږ د امنيتي ادارو ناکامي ښکاري، په جنوري ٢٠١۵میلادي کال کې جوړ شوى د ترهګرۍ ضد قامي اېکشن پلان په بشپړه توګه ناکامه دى، که حکومت او د کورنيو چارو وزارت له دې پلانه سم کار اخيستى او عمل يې ورباندې کړى واى، زه په باور سره ويلاى شم چې د ترهګرۍ دا اوسنۍ پېښې به نه واى شوې، خو له بده مرغه عمل ورباندې و نشو او دا ټوله د کورنيو چارو د وزارت ناکامي ده."

د پاکستان سېنېټ یو غړى بېرسټر اعتزاز احسن هم کوټې ته ورغلی وو، هغه له رسنيو سره په خبرو کې د پاکستان پر ټولو وکيلانو او قانونپوهانو د حکومت په مرسته د يوه داسې مرستندوى ارګان جوړولو غږ وکړ چې د کوټې په وروستي ځانوژونکي بريد کې د وژل شويو وکيلانو د يتيمو بچیانو د تعليم او روغتيا غم وخوري.

اعتزاز احسن د پاکستان استخباراتي ادارې د کوټې د ملکي روغتون د ځانوژونکي بريد په مخنيوي کې ناکامه وبللې:

"د ترهګرۍ په ضد پر جوړ شوي قامي اېکشن پلان عمل و نشو، داخله وزارت په دې کې بشپړ ناکامه شوى او استخبارات هم په دې کې بشپړ پاته راغلي، څلور ورځې مخکې دومره خونړۍ چاودنه شوې او پرون بيا چاودنه وشوه، دا مهال د ټولو امنيتي او استخباراتي ادارو تمرکز بايد د کوټې او بلوچستان پر امنيت وي، خو بيا هم چاودنې کېږي، له دې ښکاري چې د ترهګرۍضد له قامي اېکشن پلانه کار نه اخيستل کېږي او دا کار چې هر څومره وغندل شي کم دى."

د پاکستان د قانونپوهانو او وکيلانو اتحاديې پخوانۍ مشره او د پاکستان بشري حقونو د سازمان غړې عاصمه جهانګير هم د وژل شويو وکيلانو له کورنيو سره غمشريکۍ لپاره کوټې ته تللې وه، دې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، که د پاکستان حاکمه طبقه خپل فکر بدل نه کړي، نو د ترهګرۍ ضد هېڅ قامي کړنلاره به ګټه و نه لري:

"له وکيلانو سره چې څه وشول د امنيت په نامه خو څه وو نه، پرون بيا د مرکزي شرعي عدالت قاضي له چاودنې روغ رمټ و ووت، نو کله چې موږ ته دا خطرونه وي او زه فکر کوم دا يې هسې اشارې دي، د مدافع وکيلانو اتحاديو ته ډېر ګواښونه دي او نور ګواښونه هم ورته کېږي، خو ماته نه ښکاري چې حکومت دې په دې برخه کې یو جدي ګام اخيستى وي."

د يادونې وړ ده چې پرون پنجشنبه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم نوازشريف په مشرۍ د امنيت په اړه يوه غونډه شوې وه چې د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير، د پوځ لوى درستيز او د اى اېس اى استخباراتي ادارې مشر هم پکې ګډون کړى وو، په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره به پر جوړ شوي قامي اېکشن پلان له نوي سره غور کوي.

یاده دي وي چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د بلوچستان صوبې په کوټه ښار کې د یوه لوی سرکاري روغتون په دروازه کې له یوې ځانوژونکې حملې ۷۳ کسان ووژل شول او ګڼ نور پکې ټپیان شول چې اکثریت یې وکیلان ول.

د هغه برید مسولیت له پاکستانيو طالبانو بېلې شوې یوې وسله والې ډلې جماعت احرار پر غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG