د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې په ګډون ټول بلوچستان کې ویر دی


بېګا ماښام په پېښور پریس کلب کې د مدني ټولنو غړو د کوټي سیول روغتون د پرونۍ ځانمرګي برید پر ضد مظاهره وکړه.

نن د نهې/سېشنبې په ورځد بلوچستان مرکز کوټې سیویل روغتون کې د دوشنبې ورځې ځانمرګي بم برید او ورپسې ډزو پرضد په احتجاج کې په ټوله صوبه او کوټه کې ویر او په ګڼو ښارونو کې هړتال او کاربندیز دی.

په کوټه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي، په بلوچستان کې به د درو ورځو لپاره تعلیمي ادارې، دفترونه، بازارونه او عدالتونه بند وي.

پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ مشر او وزیراعظم د سیویل روغتون د پیښې وروسته د سیمې دوره کړي او ویلي دي چې په خېبر پښتونخوا کې یې وسله والو ته ماتې ورکړې ده او ډېر ژر به بلوچستان هم له وسله والو پاک کړي.

دکوټې په بیلابیلو روغتونو کې د هغه ټپیانو درملنه روانه ده چې د دوشنبې ورځ د دغه ښار په لوی روغتون (سیویل هسپتال) کې په یوه ځانمرګي برید او ورپۍې ډزو کې ټپیان شوي دي.

پېښه هله رامنځ ته شوه چې کله د بلوچستان وکیلانو اتحادیي مشر بلال انور کاسی د ناڅرګندو کسانو په برید کې له وژل کېدو وروسته یې د کوټې سیویل روغتون ته د پوسټ مارټم لپاره یووړل شو، هلته د نوموړي لپاره پر راټولو شویو خپلوانو، خواخوږیو او وکیلانو یو ځانمرګی برید او ورپسې ډزې وشوې چې په نتیجه کې یې تر دا ګړۍ ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۱۲ نورټپیان دي.

په وژل شویو کې اکثریت د وکیلانو دی چې پکې د بلوچستان نامتو وکیلان باز محمد کاکړ، قاهر شاه، بیرسټر عدنان کاسی، غني جان آغا، نورالله کاکړ، داود کاسی، حفیظ االه مندوخېل او ګڼ نور وکیلان شامل دي. د پېښې پرضد به د صوبې ټول عدالتونه تر درو ورځو بند وي. د وژل شویو کسانو مړي وخارو ته د سپارلو لړۍ لاهم روانه ده.

د بلوچستان وکیلانو اتحادي پخواني مشر ساجد ترین پر ټیليفون و مشال راډیو ته وویل چې دوی به نن هم په چمن او پښین کېد مړیو و خاورو ته د سپارلو پر کار بوخت وي. نوموړي زیاته کړه تر جنازو ورسته به وکیلان سره کښېني اود راتلونکې په اړه به خپله تګلاره اعلانوي.

بل لور ته د پاکستان وفاقي حکومت په مرسته بېګا شپه ۳۰ سخت ټپي وکیلان د لا نور علاج لپاره په ځانګړيو الوتکو کې و کراچۍ ته رسول شوي دي چې هاته یې په بېلابېلو روغتونونو کې درملنه کېږي.

د پاکستان سپریم کورټ بار اتحادیې هم د اوو ورځو لپاره ویر اعلان کړی دي.

د کوټې په سیویل روغتون کې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی دی.

د دې پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار او داعش منلې ده.

بلخوا په پېښور کې د مدني ټولنو غړي وايي، د ترهه ګرۍ ضد قامي اېکشن پلان په سمه توګه نه دی عملي شوی او ریاست د خپلو وګړو په تحفظ کې پاته راغلی دی.

پرون دوشنبه تر پېښې وروسته د پاکستان لومړي وزیر میا نوازشریف او د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د کوټې ښار دوره وکړه اوپه یوه غونډه کې یې د ښار امنیتي جاج واخیست.

میا نواز شریف ټولو امنیت ساتونکیو ادارو ته امر کړی چې د ترهه ګرو پرضد پر نېشنل اېکشن پلان دې په ګډه سره کاروکړي ـ پردی مهال د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویناوه چې په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ترهه ګرو پرضد د ترسره شویو بریاليو عملیاتو وروسته ترهه ګرو ډلو اوس بلوچستان ته مخه کړې چې موخه یې په سیمه کې د پاکستان او چین د ترقۍ ګډو پروژو ناکامه ول دي، خو پوځ به د هېواد وولس پرضد د ترهه ګرو دغه هڅې ناکامه وګرځوي.

له چمن ښارګوټي په راغليو اطلاعاتو کې ویل شوي چې د سیمې نامتو وکیل عسکر اڅکزي د جنازې لمونځ وشو. نوموړی د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي مشر اصغر اڅکزي کشر ورور ووـ

په ځانمرګې برید کې دوه خبریالان شهزاد احمد اومحمود احمد همدرد هم وژل شوي دي.

دپېښې پړه د تحریک طالبان پاکستان جمعت الحرار ډلې پر غاړه اخیستې ده،اوادعا کوي چې ډېر ژر به د دغه پېښې ویډیو هم خپره کړي.

د ځانمرګي برید پرضد د تاجرانو اتحادیې د کوټې ښار ټول دکانونه او پلورنځي داحتجاج په توګه تړلي دي چې له امله یې پر سړکانو ګاډي ډېر کم ترسترګو کېږي.

د بلوچستان سیاسي او مذهبي ډلو د کاربندیز ملاتړکړی او د دوشنبې ورځې پېښه یې په کلکو ټکیو غندلې ده.

بل اړخ ته ملګرو ملتونو، امریکا، روس او د افغانستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو د کوټې د سیویل روغتون چاودنې غندنه کړې او له پاکستان حکومته یې د وسله والو د نیولو غوښتنه کړې ده.

په لاهور کې د وکیلانو احتجاج
په لاهور کې د وکیلانو احتجاج

په اسلام اباد کې د وکیلانو احتجاج
په اسلام اباد کې د وکیلانو احتجاج

په اسلام اباد کې د وکیلانو احتجاج
په اسلام اباد کې د وکیلانو احتجاج

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG