د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالجبار نعیمي: لغمان به په بنسټیزو پروژو رغوو


د لغمان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې به ډیر ژر ځنېبنسټيزې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د يو شمير نورو مهمو پروژو چارې به پيل شي.

د افغانستان لغمان ولایت چې له نورستان، ننګرهار او کابل ولایتونو سره لګېدلی، او د غرونو او درو په منځ کې پروت دی، له اوږدو کلونو راهيسې له بنسټیزو او رغنيزو لویو پروژو څخه محروم پاتې شوی، خو د لغمان والي غبدالجبار نعیمي وايي چې د تير يوه کال راهیسېد دغه ولایت بنسټیزو او رغنيزو چارو ته پام اړول شوی چې په نيږدې راتلونکي به ځینې پروژې تر بشپړيډو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شي. نوموړی وايي:

((د لغمان سل بستريزه شفاخانه ده. دیارلس میاشتې مخکې چې زه راغلم، نو د هغې په څلورو کلونو کې اته فیصده کار شوی و. هغه هم بې نقشې او بې پلان او خراب کار شوی و. موږ يې له سره کار شروع کړو، ښه مو نظارت کړو، دا دی په يوه کال کې يې تر شپیته فیصده پورې کار شوی دی.))

ښاغلي نعيمي وايي چې له مرکز نه د بادپښ ولسوالۍ پورې د سرک د پخيدو منظوري شوي چې ډیر ژر به يې چار پیل شي.

((بادپښ ولسوالۍ ته موږ ته موږ زمیني تګ راتګ نه شو کولای ځکه چې لاره يې خامه وه. خوشبختانه د ۴۵ کیلو میترو د سرک د پخیدو منظوري يې وشوه. داوطلبي ته تللې، ممکن په لنډ وخت کې يې کار شروع شي، نورو وزیر صاحبانو سره چې زموږ د ولایت ځیني وړاندیزونه وو، یو له هغو څخه د ولایت نوی تعمیر و چې په سلطان غازی بابا کې به په لس یوولس جریبه ځمکه جوړيږي، هغه به څلور منزله تعمیر وي، له بازار نه دباندې وي، چې هر څوک ورته په ښه توګه تګ راتګ وکولای شي.))

دی وايي چې په لغمان کې به د کرکټ له پاره يو معیاري لوبغالی او د سپورټ لمپلکس د جوړيدو چارې هم پیل شي.

((په لغمان کې يو لویشت ځای د سپورت نشته، ټول ځوانان په خارو، کاڼو او دوړو کې سپورت کوي، ما وکولای شول چې د کرکټ لوبغالی په معیاري توګه مطرح او دا موضوع به تعقیب کړم. دویم دا چې یو غټ سپورت کمپلکس به په لغمان کې جوړوو چې د لغمان ځوانان د نشه يي توکو راوګرځيږي او بل د نورو ستونزو او مشکلاتو پر ځای باندې سپورت ته مخه کړي او سهولتونه ورته برابر شي.))

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي زیاتوي چې د وطن ګټو په نوم د بريښنا د بند سروی تر سره شوې او شاهي کانال چې شپږ میتره پلنوالی او ۴۵ کیلو میتره اوږدوالی لري، ۳۹ کیلو میتره کار يې تر سره شوی او پاتې کار به يې ډير ژر بشپړ شی چې له امله به يې له څلرويشت زره څخه تر اوه ويشت زره هکتاره پورې ځمکه خړوبه شي.

XS
SM
MD
LG