د لاسرسي ځای

تازه خبر

"فاټا اصلاحاتي کمېټۍ کې د قبايلو هيڅ پارليماني يا ولسي مشر نشته"


د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ غړي
د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ غړي

د اېف سي ار او پښتانه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو خپرونو د دې لړۍ په دوولسمه (وروستۍ) برخه کې د فاټا راتلونکې انتظامي حېثيت ته کتنه شوې ده. په فاټا کې د اصلاحاتو او د دې سيمې د اييني حېثيت ټاکلو لپاره د پاکستان وزيراعظم نواز شريف يوه کمېټۍ جوړه کړې ده. يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو تر سفرونو وروسته خپلو سپارښتنو ته وروستۍ بڼه ورکړې او ډېر ژر به يې وزيراعظم ته وسپاري. بلخوا د فاټا پارليماني غړو هم د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو لپاره په قومي اسمبلۍ سېکريټرېټ کې يو بِل جمع کړی دی. ((اېف سي ار او پښتانه)) نننۍ خپرونه کې د پارليماني کمېټۍ رول او د فاټا پر راتلونکې انتظامي حېثيت بحث شوی دی. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

"فاټا اصلاحاتي کمېټۍ کې د قبايلو هيڅ پارليماني يا ولسي مشر نشته"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG