د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبايلي سيمو کې پوليټيکل اېجنټ څه واک لري؟


د باجوړ اېجنسۍ پوليټيکل اېجنټ عامر خټک
د باجوړ اېجنسۍ پوليټيکل اېجنټ عامر خټک

د اېف سي ار او پښتانه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو خپرونو د دې لړۍ په دريمه برخه کې د پوليټيکل اېجنټ پر واک او رول بحث شوی دی. په ۱۹۰۱م کال کې د هغه وخت د انګرېز واکمنانو لخوا د نافذ کړل شوي استعماري قانون اېف سي آر له مخې پوليټيکل اېجنټ په خپله اېجنسۍ کې د هر ډول واک څښتن وي. دا چې نوموړی په څه ډول د خپلو اختياراتو استعمال کوي او د فاټا د پښتنو ژوند يې څومره اغېزمن کړی دی؟ ((اېف سي آر او پښتانه)) نننۍ خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په قبايلي سيمو کې پوليټيکل اېجنټ څه واک لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:52 0:00

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG