په همدې اړه په ننګرهار کې د بېلابېلو مدني ټولنو استازو يو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او له حکومت نه يې وغوښتل چې د دغسې ناوړو کړنو مخه ونيسي.
دغه مطبوعاتي کنفرانس چې د مثبت بدلون ټولنې له خوا وړاندې شو، د بېلابېلو مدني ټولنو استازو په کې ګډون کړی و چې ګردو يې دعوه کوله چې تر چا وړاندې د کريکټ د بريا په مناسبت امنیتي ځواکونو هوايي ډزې پيل کړې.
د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون په لوړ پوړو دولتي چارواکو غږ وکړ چې په هوايي ډزو کې ککړ کسان ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
(( له ټولو د تشویش وړ خبره دا ده چې خپله د امنیتي ځواکونو د مورچلو ډزې کيږي، دا ډېره د اندېښنبې وړ خبره ده. تر دې دمه په دغه برخه امنیتي ځواکونو هيڅ مسووليت نه دی ادا کړی. په ننګرهار کې مدني ټولنې او ولسونه په ولسمشر غږ کوي، په امنیتي ځواکونو غږ کوي چې د دغې ستونزې مخه دې ونيسي او هغه څوک چې په دغسې کړنو کې لاس لري هغه دي په جدي ډول قضايي او عدلي ارګانونو ته وروپيژني او محاکمه يې کړي.))
په یادو هوايي دزو کې يو تن نهه کلن ماشوم چې د کريکټ سیالي يې ننداره کوله، په يوې ړندې ګولۍ ولګيدو او په حق ورسيدو، د دغه ماشوم کاکا حاجي شيرین هم دعوه وکړه چې ملي امنيتي ځواکونو تر هر چا د مخه هوايي ډزې پيل کړې.
(( شهيد شوی ماشوم زما وراره و. دا د کريکټ د سیالۍ لپاره ناست و. دا نهه کلن و، استراج يې نوم و، د خان محمد زوی و. ډزې اول چارواکي کوي، چې چارواکي يې ونه کړي، عوام يې نه شي کولی. دغې ملي امنيت نه دومره ډزې کيدلې چې دا ځمکه يې خوځوله. نو چې ملي امنيت ډزې کوي، نو څوک به يې نه کوي؟))
د تورپیکې په نوم يوه ميرمن ټولو ننګرهاريانو ته ځولۍ غوړوي چې د خوشاليو پر مهال د هوايي ډزو د کولو نه لاس واخلي.
(( موږ د خپلو ورونو څخه هيله لرو چې دا خوشالۍ نورې په دزو ونه نمانځي. ځکه چې دغو ډزو خو زموږ زړونه تیکه تیکه کړل. زه د يوې خور او مور په صفت خپلو ورونو او بچو ته ځولۍ غوړوم چې د خوشاليو په موقعو دې نورې ډزې نه کوي.))
بلخوا د مدني فعالانو د نیوکو په وړاندې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( کله چې د تېرې شپې خواشينوونکي پېښه رامنځته شوه، سم له لاسه والي صیب امنیتي ادارو ته دنده ورکړه چې ژر تر ژره د دغو هوايي ډزو عاملين پيدا کړي، هغه که امنیتي منسوبين وي او که عام ولس وي، دوی ته به د قانون په رڼا کې سزا ورکول کيږي چې ژر به يې تاسو له نتیجې نه هم خبر شئ.))
د ننګرهار مدني فعالان وايي چې که ملي امنیتي ځواکونو د خوښيو پر مهال د هوايي ډزو مخه ونه نیسي دوی به تر هغې په لاريونونو لاس پورې کړي، څو پورې چې يې دغې ستونزې ته د حل لاره نه وي موندلي.