د ننګرهار چارواکي وايي ، د دوی امیتي ځواکونه له يوه ساعت نه کم وخت کې په دې وتوانېدل چې په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ پينځه تنه بريد کوونکي ووژني.
د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وروسته ځايي او نړیوالو رسنیو سره د خبرو پرمهال ددې پېښې جزیات داسې بیان کړل.
« په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ د وطن دښمنانو بريد وکړ، چې ټول پينځه نفره انتحاريان وو . په دوی کې يو نفر په موټر بم چاودنه کې ځان الوزولی، او هغه نور يې زموږ د ملي امنيتي ځواکونولخوا وژل شوي. په دغه پېښه کې تر اولسو تنو پورې ملکي کسان چې ماشومان هم په کې شته سطحي ټپیان شوي دي.»
جنرال شېرزاد وايي چې په دغه پېښه کې امنیتي ځواکونو او د هند قونسلګرۍ منسوبينو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وايي چې په دغه پېښه کې د بريدګرو تر څنګ يو تن پوليس او دوه تنه ولسي وګړي هم وژل شوي او ۱۹ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي چې پينځه يې د جلال اباد په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او نور يې تر درمنلې وروسته رخصت کړی شوی دی.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس جنرال داد محمد حریفي وویل چې د کشفي اطلاعاتو په اساس دوی په جلال اباد ښار کې د ټولو قونصلګريو او حساسو ادارو لپاره له مخکې نه کلک امنیتي تدابير نيولي وو.
« په مجموع کې د جلال اباد ښار کې تهدیدونه موجود وو چې له ټولو امنیتي ځواکونو سره له مخکې نه شريک شوي وو، او امنیتي ځواکونه چې هر چېرته توظیف و، کاملاً ټولو د دفاع اماده لرله چې پېلګه يې همدا نننۍ حمله وه چې ډېره ژر وتړل شوه. او له دې وروسته هم ټول امنيتي ځواکونو د دغسو پېښو پر وړاندې ماملاً اماده ګي لري، یعنې دا سخت غاښ ماتوونکي ځواب و چې په څلويښت دقيقو کې يې انتحاریانو ته ورکړ.»
د دغې پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې تر دې دمه پر غاړه نه دی اخيستی.