د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د قبایلي سیمو ولس ته دې د نور پاکستان غوندې حقونه ورکړل شي"


د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو کورنیو ماشومان
د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو کورنیو ماشومان

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د سېنټ قايمه کمېټۍ له حکومته غوښتي چې قبايلي ولس ته دې هم د هيواد د نورو وګړو په څير بنيادي حقونه ورکړل شي.

اسلام اباد: په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د سېنټ قايمه کمېټۍ له حکومته غوښتي چې قبايلي ولس ته دې هم د هيواد د نورو وګړو په څير بنيادي حقونه ورکړل شي.

دا غوښتنه د نسرین جلیل په مشرۍ کې د يادې کميټۍ په هغه غونډه کې شوې ده کومه چې د شنبې په ورځ ناوخته رابلل شوې وه.

په دې غونډه کې ویل شوي چې دا مهال د قبايلي سيمو په لکونو خلک د کډوالۍ ژوند تيروي او له يو شمېر بنيادي اسانتياو بې برخې دي.

د کميټۍ يو غړي سمينه عابد مشال راډيو ته وويل ، حکومت ته پکار ده چې په قبايلي سيمو کې د بیا رغونې لړۍ ژر تر ژره پای ته ورسوي او خلک خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځي له خوا د ضرب عضب په نامه عملیاتو له کبله لا هم تر لس لکه زیات پښتانه بې کوره دي.

د دې کډوالو زیاته برخه د خیبر پښتونخوا په بنو او شاوخوا او هلته د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته په خوست کې مېشت دي.

دې بې کوره کړل شوو په ځانګړې توګه بنو مېشتو خلکو په وار وار جرګې ، لاریونونه او مظاهرې کړې دي چې حکومت دې دوی خپلو سیمه ته ستانه کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG