د مشال راډیويي مجلې په دوهمه ګڼه کې د اونۍ کلتوری خبرونه اورئ. له نورو خبرونو سربېره پکې دا خبر هم شامل دی چې په کوټه کې د باچاخان په یاد غونډه وشوه چې ورکې د بلوچستان پښتنو ادیبانو د عدم تشدد د بنسټ ایښودونکي د ژوند او کار په اړه معلومات وړاندې کړل.
پښتانه د عدم تشدد د فلسفې پلویان او لارویان دي، خو جنګ ترې تل شپول تاو کړی دی. دوی په جنګ کې نه بلکه جنګ په دوی کې دلچسپي ساتلې ده. نو په داسې کې د پښتنو تخلیق شوی معاصر ادب له جنګه څومره اغېزمن شوی دی؟ په کوټه کې د مشال راډیو خبریال نیاز موساخېل په دې موضوع راپور جوړ کړی چې ددې اونۍ مشال مجله کې یې اورئ.
جنګ د شاعرۍ او منثور ادب ترڅنګ په ښکلو هنرونو هم خپل اغېز شیندلی دی، خو حمدالله ارباب هغه پښتون انځورګر دی چې د خپلو انځورونو له لارې د مینې د خورولو او د سولې د راوستلو لپاره کار کوي. په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال بازمحمدعابد له ښاغلي ارباب سره مرکه کړې چې د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې یې اوریدلی شئ.
سندرغاړی عمران سواتی د جنګ په چاپېرچل کې لوی شوی او د یو هماتور هنرمند په حیث یې د سولې لپاره سندرې ویلي دي. له نوموړي سره د مجلې په دویمه ګڼه کې مرکه لرو چې ورکې دی وايي، له ښځینه هنرمندانو سره یې سندرې مشهورې شوي، خو دی له دې کاره راضي نه دی.
د خپرونې په وروستۍ برخه کې د سپین سهار نه اورئ چې دانش کتابخانې په دې وروستیو کې کوم کتابونه چاپ کړي او په جلال اباد کې مو بیا د مازیګر کتاب پلورنځي له مشر عزت الله ځواب نه هم پوښتلي چې دوی په دې وروستیو کې څه چاپ کړي دي؟
همدارنګه په روانه خپرونه کې د هند د پخواني لومړي وزیر اټل بهاري واجپايي د یو نظم ژباړه هم اوریدلی شئ.