د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او لوبغاړو په اړه پر ټولنيزو رسنيو وخت په وخت بحثونه روان وي. که چيرې لوبډله يا يو لوبغاړی ښه لوبه تر سره کړي نو ستاينه يې کيږي او که چيرې ښه لوبه ونه شي نو بيا د نيوکو لړۍ پېل شي.
د افغان کرکټ لوبډلې منتظم شېر آغا همکار وايي چې پر لوبډلې يا لوبغاړو پسې منفي تبليغات او بې ځايه نيوکې د دوی پر روحيه منفي اغېز کوي او مورال يې ور کمزوری کوي.
له نوموړي سره مو د ((يارانو مشال)) خپرونه کې د افغان کرکټ لوبډلې پر برياوو، اوسني وضعيت او په افغانستان کې د کرکټ پر راتلونکې بحث کړی دی چې تاسو يې اورېدو ته رابولم.
د خپرونې کوربه احمد شاه اعظمي دی او دا خپرونه تاسو لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.