د ننګرهار مدني فعالان، ځوانان او د ولایتي شورا يو شمير غړي په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټوونکي اتل غازي امان الله خان مزار ته په لاريون ورغلل او د جمعيت اصلاح د يو تن مشر د هغو څرګندونو غندنه يې وکړه چې تيره اوونۍ يې په غونډه کې امان الله خان بې دینه ګڼلی و.
تيره اوونۍ د جمعيت اصلاح په يوم د يوه تنظیم یو تن مشر مولوي عبدالصبور په يوه غونډه کې د افغانستان د خپلواکي ګټوونکي اتل غازي امان الله خان په اړه ویلي وو چې نوموړی یو بې دینه مشر و. د ده د دغه څرګندونې ګڼ شمير افغانانو د ټولنې رسنۍ فیسبوک له لارې په سختو ټکو کې وغندلې، خو مولوي صبور تيره شپه په يوه شخصي ټلویزیون کې لهخپلو څرګندونو څخه دفاع وکړه او يو ځل بيا يې غازي امان الله خان په بې دینۍ تورن کړ.
په ننګرهار کې د چارشنبې په ورځ ګڼ شمير مدني فعالان، ځوانان او د ولایتي شورا يو شمير غړي د يوه لاريون په توګه د غازي امان الله خان مزار ته ورغلل او د مولوي صبور څرګندونې يې په سختو ټکو کې وغندلې.
د ننګرهار ولایتي شورا مرستيال ذبيح الله زمري په خپلو خبرو کې له حکومت نه وغوښتل چې مولوي صبور د دغه څرګندونو په وړاندې وپوښتل شي او محاکمه کړی شي.
(( موږ نه جمعيت اصلاح سره، نه تنظیمونو سره او نه هم علماوو سره، نه تعصب لرو او نه کينه لرو، خو هر هغه څوک چې د هر سازمان او هر ګوند غړی وي، د هغه شخص محاکمه کيدل غواړو او د مرکزي حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې ملا صبور چې غازي امان الله خان توهین يې کړی او هغه ته يې بې دینه ویلی، موږ د ده محاکمه کیدل بیدون د قید او شرط نه غواړو. ))
لیکوال او مدني فعال ډاکټر اسدالله ښاليز د امان الله خان سپکاوی د ټول ملت سپکاوی وګاڼه.
دا نه یوازې دا چې غازي امان الله خان ته سپکاوی دی، تقریباً شاو خوا ۳۵ ميلونو افغانانو ته سپکاوی دی. موږ که د هغه د ازادۍ او استقلال لپاره سرښندنې حساب نه کړو، دا به دا مانا ولري چې موږ مړ ملت یو. مولوي صاحب صبور ته لازمه نه ده چې په دومره علميت سره د هغه په شان کې داسې الفاظ استعمال کړي. هیله کوم د هغه چا نه چې مسووليت يې لري، چې د مولوي صاحب صبور نه دا پوښتنه وکړي.))
لیکوال او مدني فعال انجينر اباسین بهير وويل چې غازي امان الله خان نه یوازې دا چې د افغانستان د خپلواکۍ ګټوونکي و، بلکې د سيمې لپاره يې د ازادۍ له غورځنګونو سره هم پوره مرسته کوله.
(( غازي امان الله خان نه يوازې دا چې افغانستان ته يې ازادي واخيستله، بلکې په سيمه کې يې ازادي غوښتونکي نهضت پیاوړی کړ، او له هغوی سره يې په مالي تمویل کې هم برخه اخيستله. څوک چې دغسې څرګندونې کوي، هغوی باید له ولس څخه بخښنه غواړي، او حکومت هم بايد هيچا ته دا اجازه ورنه کړي چې دغسې څرګندونې وکړي او چا چې دا خبرې کړي، حکومت ترې باید بازخواست او پوښتنې وکړي.))
لاريون کوونکي پريکړه وکړه چې که مولوي صبور له ملت نه بخښنه ونه غواړي او يا هم حکومت پرې چپه خوله پاتې شو، دوی به خپلو سوله ییزو لاريونونو ته دوام ورکړي.