د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارمي پبلک سکول دبرید کیسه واورئ


د ارمي پبلک سکول د پخوانۍ پرنسپلې قاضي طاهره خاوند قاضي ظفرالله
د ارمي پبلک سکول د پخوانۍ پرنسپلې قاضي طاهره خاوند قاضي ظفرالله

د قاضي ظفرالله مېرمن پر ارمي پبلک سکول برید کې ووژل شوه. قاضي طاهره د ارپبلک سکول پرنسپله وه.

په ارمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ م کال د دسمبر په ۱۶ مه وسلوالو برید کړی و چې په ترڅ کې یې ۱۴۴ کسان وژل شوي او نږدې همدومره نور ژوبل شوي وو.

راپورونه او عیني شاهدان وايي مېرمن طاهره تر اخره وخته پورې په سکول کې موجوده وه او هڅه یې کوله چې ماشومان له بریدګره وژغوري، خو په اخره کې دا هم په ډزو وویشتل شوه.

مېرمن قاضي طاهره ته حکومت د بهادرۍ جایزه ورکړه
مېرمن قاضي طاهره ته حکومت د بهادرۍ جایزه ورکړه

د پاکستان حکومت نوموړې ته د هغې له مرګه وروسته د بهادرۍ صدارتي ایوارډ هم ورکړلو.

د قاضي طاهرې خاوند قاضي ظفرالله مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې مېرمن یې په ۱۹۹۴ کال کې نوموړي سکول ته د یوې ښونکې په حیث تللې وه او په ۲۰۰۶ کال کې د سکول د پرنسپلې په حیث ټاکلې شوې وه.

ما هغې ته فون وکړو، اول یې فون مصروفه راتلو ، له څو پيرې زنګونو نه پس ټیلیفون یې اوچت کړو خو بیرته یې کټ کړ
قاضي ظفرالله

قاضي ظفرالله وايي د تېرکال د دسمبر شپاړسمه نېټه به یې هېڅکه هیره نشي ، ځکه چې په دې ورځ یې د ژوند ملګرې د تل لپاره وبایلله. دی زیاتوي :

« موږ د سهار ناشته کوله چې زوی مې راته زنګ ووهلو چې په ارمي پبلک سکول حمله شوې ده. ما هغې ته فون وکړو، اول یې فون مصروفه راتلو ، له څو پيرې زنګونو نه پس ټیلیفون یې اوچت کړو خو بیرته یې کټ کړ. نو خبرې مو ونه شوې. »

قاضي ظفر پر ارمي پبلک سکول د برید کیسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:19:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړی وايي ، ده په ټیلي ویژن دغه هرڅه کتل ، خلکو ویل هغه بچ ده ، خو دده باور نه راتلو چې له داسې برید نه هم هغه ژوندۍ راوتلی شي.

قاضي ظفر دا هم وویل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې ارمي پبلک سکول ته ګواښونه کېدل ، خو د داسې برید اټکل نه کيده، داسې راپورونه وو چې کیدای شي ماشومان یې وتښتول شي.

XS
SM
MD
LG