د لاسرسي ځای

تازه خبر

صابر شینواری ، په کیسو ورک مین لیکوال


لیکوال صابر شینواری
لیکوال صابر شینواری

کیسه د انسان د ژوند سره تړلې ده. انسان د ژوند په هر پړاو کې د کیسو سره مینه کړې ده. خو د کیسو لیکونکي او انځورونکي لږ او لوستونکي او کتونکي زیات وي.

انسان ولې کیسې لوستل غواړي ؟ ښايي ددې پوښتنې اسانه ځواب دا وي چې انسان د ځان په شان د نورو انسانانو له حاله خبریدل غواړي خو په یو نوي او جدا انداز. همدا ده چې کیسې لیکل کیږي ، کله لنډې او کله هم اوږدې. الله پاک لږو خلکو ته دا صلاحیت ورکړی چې له پېښو کیسې جوړې کړي او په داسې انداز یې خلکو ته واوروي یا ولیکي چې هغو ته مزه ورکړي.

ډایجسټونه ولسونه د کیسو سره اشنا کوي. په دې کې د لوړ او ټیټ معیار لیکنې خپریږي. درېغه چې په افغانستان کې هم دې ته وده ورکړل شوې وای
صابر شینواری
صابر شینواری هم د کیسو مینه وال دی. دی کیسې لولي او کیسې لیکي او ذهن یې پوره کیسه خانه ده. د ننګرهار د هسکې مېنې دغه زلمي د کیسو په لټون د بلها ورځپاڼو ، کتابونو او مجلو پاڼې اړولي دي.

نوموړي د مشال راډیو په یارانو مشال خپرونه کې د ګډون پرمهال وویل په کیسو پسې یې ډایجسټونه هم چاڼ کړي دي او « سب رنګ » یې تر کلونو کلونو پورې لوستلی ، ځکه چې د هند او پاک د نیمې وچې د لیکوالو تخلیقات او د نړیوالو لیکوالو د کیسو ژباړې به یې خپرولې. نوموړی وايي :

کیسه ډایجسټ
کیسه ډایجسټ

« ډایجسټونه ولسونه د کیسو سره اشنا کوي. په دې کې د لوړ او ټیټ معیار لیکنې خپریږي. لکه څنګه چې د کرکټ د ملي ټیم د ټاکلو لپاره د ولایتونو ترمنځ کورنۍ لوبې ضروري وي، همدارنګه د اعلی کچې د ادبیاتو د تخلیق لپاره ډایجسټونه زمکه برابروي ، درېغه چې په افغانستان کې هم دې ته وده ورکړل شوې وای. »

د صابر شینواري سره د مشال راډیو بشپړه مرکه دلته واورئ :

د یارانو مشال د صابر شینواري سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:50:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د صابر شینواري تازه چاپ شوی ناول
د صابر شینواري تازه چاپ شوی ناول

لیکوال او شاعر صابر شینواری په خیبر پښتونخوا کې هم د ژوند ښایسته ډېر کلونه تېر کړي دي، خو دا مهال په جلال اباد کې مېشت دی. نوموړي خپله د لیسانس ډیګري په انګلیسي ادبیاتو کې اخیستې او د کال دوه زرم راهیسې ادبي نړۍ سره تړلی پاتې شوی دی.

نوموړی شاعري کوي، لنډې کیسې یې لیکلي او تازه تازه یې یو ناول هم چاپ شوی چې نوم یې دی ، باب دی په بیان د هني مون کې ، د لنډو کیسو کتاب یې هم چاپ شوی دی او انسان په فاصله د انسان نومیږي. همدارنګه د کیسو یوه بله ټولګه او د شاعرۍ کتاب یې هم خپریدو ته چمتو دی. صابر شینواری ددې ترڅنګ چې ادبي فعالیتونه کوي، له تیرو لسو کلونو راهیسې یې له بیلابیلو نړیوالو موسسو سره په مهمو پوسټونو کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG